ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي جبهه : حاکم نظام په واک کې د پاتې کېدو لپاره هڅې کوي

14 Feb 2013 - 17:01
14 Feb 2013 - 17:01

کابل (پژواک ٢٦ سلواغه ٩١): د ملي جبهې مشر احمدضيا مسعود وايي “حاکم نظام” غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې د درغلۍ له لارې پر واک پاتې شي.

   احمدضيا مسعود چې د” ښځې اوټولنې” په نوم فرهنګي ، ټولنيز او اقتصادي سازمان لخوا جوړ شوې غونډه کې يې خبرې کولې،وايي، حکومت  غواړي چې د  ١٣٩٣  کال د ولسمشرۍ په  ټاکنو کې درغلي وکړي او طالبان غواړي چې د “ترهګريزو ” بريدونو له لارې واک ته ورسيږي .

مسعود، چې د ولسمشرۍ په تېره دوره کې د ولسشمر حامد کرزي لومړى مرستيال و زياتوي، چې حاکم نظام په واک کې د پاتې کېدو لپاره هڅې کوي.

د ده په وينا، حکومت غواړي چې د ١٣٩٣ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې درغلي وکړي او طالبان غواړي چې د “ترهګريزو” بريدونو له لارې واک ته ورسېږي.

مسعود زياتوي: ((حکومت درغلي غواړي، خو د افغانستان خلک بايد حکومت ته اجازه ورنه کړي، چې د ټاکنو په څېر ملي پروسه کې لاسوهنه وکړي.))

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دمه له حکومتي کسانو چا ولسمشرۍ ته ځان نه دى کانديد کړى او ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې په راتلونکو ټاکنو کې ځان نه کانديدوي.

دغه راز اړوندو چارواکو تل ويلي، چې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره هڅې کوي.

مسعود وايي، ملي جبهه په پام کې لري، چې په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو، مدني ټولنو، سياسي ګوندونو او نورو بنسټونو په مرسته واحد کانديد وړاندې کړي، ترڅو اوسنۍ نظام بدل کړي.

هغه وويل، چې که په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنوکې د دوى کانديد بريالي شي، نو لومړى کار به يې د “کابل بانک” د قضيې څېړل او د سازمان شوو جرمونو پر وړاندې مبارزه وي.

کابل بانک په ٢٠٠٩ ميلادي کال کې د شاوخوا ٩٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو ناقانونه پورونو د ورکولو له امله له بحران سره مخ شو.

وروسته د دغه بانک يوه برخه د ماليې وزارت اړوند شوه، چې د نوي کابل بانک په نوم فعاليت کوي او بله برخه يې تر اوسه تر پلټنې لاندې ده.

 مسعود په نننۍ ناسته کې دا هم وويل، چې د حکومت له خوا د سولې جوړ شوى مېکانيزم افغانستان سولې ته نه شي رسولى.

ده زياته کړه: ((د افغانستان د خلکو او طالبانو مفکورې ډېر زيات توپير لري، هېڅ مهال به په دې مېکانيزم سره، چې اوس د سولې لپاره په کار اچول شوى، سولې ته ونه رسېږو.))

د افغانستان دولت له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو لپاره د سولې عالي شورا جوړه کړې او په دې برخه کې فعاليت کوي.

خو مسعود وايي، چې د سولې د راوستو لپاره دې يوه “عمومي ناسته ” جوړه شي، چې په هغو کې د وسلوالو مخالفينو، حکومت،د حکومت سياسي مخالفې ډلو او مدني ټولنو استازي برخه ولري.

دى وايي،چې په دې ناسته کې دې ټولې خواوې خپلې غوښتنې مطرح کړي او له معقولو غوښتنو دې د سولې لپاره يوه طرحه جوړه شي.

په ياده غونډه کې د ملي جبهې بل غړي او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي محمد محقق وويل، د راتلونکو ټاکنو د روڼتيا لپاره په کار ده، چې برېښنايي تذکرې د يو کال په موده کې شاوخوا ٣٠ ميليونو کسانو ته ووېشل شي.

د هغه په وينا، که حکومت دا کار نه کوي نو بايد د رايې ورکولو نوي کارتونه ووېشي ترڅو تر يوه بريده د درغليو مخه ونيول شي.

محقق چې د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر حامدکرزي کلک پلوى و، له خلکو وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې د حکومت د درغليو مخه ونيسي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون په تېرو ټاکنو کې د رايه ورکونې وېشل شوي کارتونه د باور وړ بللي او ويلي يې دي، يواځې هغو کسانو ته به نوي کارتونه ورکړل شي، چې کارتونه نه لري.

د مخابراتو وزارت په پام کې لري، چې په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو وېش د راتلونکي کال په وري مياشت کې پيل کړي.

د چارو ادارې ويلي، چې تر ټاکنو پورې به ډېرو هغو کسانو ته برېښنايي تذکرې ورکړل شي، چې د رايې ورکولو پر شرايطو برابر دي.

محقق هم وويل، چې د حکومت له خوا پر لاره اچول شوې د سولې اوسنۍ پروسه افغانستان ته سوله نه شي راوستى.

دى وايي، چې حکومت بايد د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د سياسي اپوزېسيون ، وسلوالو طالبانو او نورو ګروپونو ګډه غونډه جوړه کړي، ترڅو په هېواد کې سوله ټينګه شي.

ده زياته کړه: ((موږ نه شو کولاى، چې د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې د وسلوالو مخالفينو د غوښتنو قرباني کړو.))

احمدضياء مسعود د جمهوري رياست په تېره دوره کې د ولسمشر د لومړي مرستيال دنده درلوده، خو کله چې د ولسمشرۍ د ټاکنو په دويم پړاو کې مرستيال ونه ټاکل شو، له حکومت سره د سياسي مخالفت په موخه يې د ملي جنبش له مشر عبدالرشيد دوستم او د افغانستان د خلکو د ملي يووالي ګوند له مشر محمدمحقق سره يې ملي جبهه جوړه کړه.

 

محقق او مسعود په نننۍ غونډه کې د ښځو د حقونو په اړه هم خبرې وکړې.

محقق وويل: ((ښځو ته بايد په سياسي ډګر کې ونډه ورکړل شي او قوانين هم بايد داسې جوړ شي، چې ښځو او سړيو ته يو شان حقوق ورکړي.

ده ټينګار وکړ، چې ښځو ته بايد په عدلي او قضايي ارګانونو کې ونډه ورکړل شي ترڅو وکولاى شي له خپلو حقونو دفاع وکړي.

احمد ضيا مسعود وويل، چې حکومت بايد د افغانستان په کليو او بانډو کې په نجونو او هلکانو تر دوولسم ټولګي پورې زده کړى جبري کړي.

دى وايي، چې په دې کار سره کېداى شي، چې په سياسي، ټولنيزو او اقتصادي برخو کې د ښځو ونډه ډېره شي.

د ده په وينا، هغه مهال به د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى له منځه ولاړل شي، چې حکومت د هېواد پر ټولو برخو پوره حاکميت پيدا کړي.

هغه زياته کړه: ((اوس د جهالت د دورې په شان په کليو او بانډو کې څو تنه سپين ږيرې کېنې او د کليوالي عنعناتو سره سم د ښځو ستونزې حل کوي.))

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version