ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيمه ييزو پوليسو په پنجوايي کې ١٨٠ ماينونه شنډ کړل

15 Feb 2013 - 08:17
15 Feb 2013 - 08:17

کندهار( پژواک،٢٧ سلواغه  ٩١) :سيمه ييزو پوليسو د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې عمليات کړي او ١٨٠ ماينونه يې کشف او شنډ کړي دي.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل وايي، دغه ماينونه له تېرو دوو ورځو راهيسې د پنجوايي په زنګ اباد، شادولا، شابوزۍ او کوشکک کليو کې له منځه وړل شوي دي.

هغه زياته کړه، د ماينونو په پيدا کولو کې د سيمې اوسېدونکو له سيمه ييزو پوليسو سره همکاري کړې او ټولې هغه سيمې يې هغوى ته ښودلي، چې وسلوالو مخالفينو پکې ماينونه خښ کړي دي.

فيصل وايي، دغه څلور هغه کلي دي، چې له تېرې څه مودې راهيسې پکې وسلوالو مخالفينو فعاليتونه لرل، خو د سيمې د اوسېدونکو د ولسي پاڅون په پايله کې وسلوال مخالفين ورڅخه وشړل شول.

د ده په خبره، د دغه ولسي پا څون په پايله کې نه يواځې دا چې خلک د ماينونو له خطر څخه وژغورل شول، بلکې له مخالفينو سره په مخامخ نښتو کې درې وسلوال طالبان هم وژل شوي او يو ټپي شوى، چې ټپي وګړى وروسته امنيتي ځواکونوته سپارل شوى دى.

بلخوا د پنجوايي په ګاونډ، ژيړۍ ولسوالۍ کې هم سيمه ييزو پوليسو ٥٢ کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

فيصل وايي، دغه ماينونه د ژيړۍ ولسوالۍ په سنګسار کلي کې د وسلوالو مخالفينو له خوا په لويو لارو کې خښ شوي وو، چې د خلکو په مرسته په نښه او د امنيتي ارګانونو د انجنيرۍ ډلو   له خوا له منځه وړل شوي دي.

د يوبل خبر له مخې ، پرون شاوخوا دوه بجې په بلخ ولايت کې يو پوليس هغه مهال ووژل شو ، چې هڅه يې کوله کشف شوى ماين شنډ کړي .

د بلخ د امينه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق پژواک اژانس ته وويل ، چې ددولت وسلوالو مخالفينو د مزار ښار او دهدادي ولسوالۍ ترمنځ د شېراباد په سيمه کې د سړک د غاړې ماين ځاى پرځاى کړى و.

ده وويل چې پوليسو ددغه ماين له کشف وروسته غوښتل ، چې ياد ماين شنډ کړي ، چې د شنډولو پرمهال وچاودېد او يو يوليس يې وواژه.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version