ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د برېښنايي تذکرو وېش يوه مياشت وروسته پيلېږي

17 Feb 2013 - 15:01
17 Feb 2013 - 15:01

کابل (پژواک ۲۹ سلواغه ۹۱): د مخابراتو وزارت د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره په تخنيکي برخه کې له چمتووالي خبر ورکړ او وايي، چې د نوي کال په وري مياشت کې به په رسمي توګه د تذکرو وېش پيل شي.

د برېښنايي تذکرو تړون دوه کاله مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او يوې کورنۍ کمپنۍ (جي ټي ار) ترمنځ لاسليک شو او د دې پروژې لومړنۍ لګښت ۱۲۰ ميليونه افغانۍ اټکل شوی دی .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به دولت په دې وتوانېږي، چې د عامه امنيت په برخه کې پر يوې اغېزمنې ستراتيژۍ کار وکړي، د هېواد د ټولو وګړو په اړه به کره معلومات ترلاسه، له ناوړه ګټې اخيستنې به مخنيوى وشي او د نفوسو کره شمېرنه به هم په ډاګه شي.

په برېښنايي تذکره کې د موټر چلوونې لايسنس ، د وسايطو ثبت ، ډيجيټلي لاسليک او د رايې ورکونې سيستم د حافظې په بڼه ثبتېږي.

د مخابراتو او معلوماتۍ ټکنالوجۍ وزير انجنير اميرزي سنګين وويل، چې د دې پروژې کار پرمختګ کړی، نږدې ټول تخنيکي سيستمونه چمتو شوي او په پلان کې ده چې وېشنه يې د وري مياشتې په لومړيو (نوروز) کې په رسمي ډول پيل شي.

نوموړي، چې نن يې د دغه وزارت د ولايتي رييسانو د همغږۍ په کلنۍ غونډه کې خبرې کولې وويل، چې برېښنايي تذکره په ډېر ښکلي ډول ډيزاين شوې، د هېواد دوه زره کلن تاريخ، جغرافيه او د هېواد فرهنګ په کې درج شوي دي.

نوموړي زياته کړه، د کابينې د تصميم له مخې، د تذکرې په لومړۍ مخ معلومات په دوو ملي ژبو (پښتو او دري) او په دويم مخ په انګليسي ژبه ډيزاين شوي دي، چې کېدای شي د هېواد په دننه او بهر کې د هويت يو معتبر سند شي.

د مخابراتو وزارت زياته کړه، برېښنايي تذکره په داسې ډول ډيزاين شوې، چې په ساده ګۍ سره د جعلي کېدو وړتيا نه لري او هغه معلومات چې د شخص په اړه په کې درج شوي، د بدلون وړ نه دي او علت يې دا دی، چې د شخص د ګوتو نښه او د سترګو تصوير په مرکزي ډيټابيس کې ثبت شوي دي.

د انجنير سنګين په وينا، افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی، چې وګړي يې مناسب هويت کارت نه لري او اوسنۍ تذکرې کاغذي دي، چې په لاس ليکل شوې، په اسانۍ سره په کې جعلي کېدنه او بدلون راتلی شي، يو شخص چې هر وخت يې زړه وغواړي، په عمر او هويت کې بدلون راوستلی شي او کولای شي، چې درې يا څلور تذکرې ولري .

 هغه زياته کړه، د دې ستونزې د حل لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تصميم نيولی، چې ټول هېوادوال د هويت سم او معتبر کارت، چې همدغه برېښنايي تذکره ده، ولري.

د مخابراتو وزير وويل: “په دې پروژه کې د کورنيو چارو وزارت له موږ سره همکار دی او بايد روښانه شي، چې د تذکرو وېش د کورنيو چارو وزارت کار دی، زموږ مسووليت د سيستم چمتو کول او د کورنيو چارو وزارت د پرسونل روزنه او د سيستم تخنيکي ساتنه او مراقبت دی.”

د برېښنايي تذکرې پروژه د کورنيو چارو او مخابراتو وزارتونو يوه ګډه پروژه ده، چې لګښت يې د ماليې وزارت له پراختيايي بوديجې ورکول کېږي.

له دې وړاندې حکومت اعلان کړی و، چې د برېښنايي تذکرو د وېش بهير يې کړندی کړی او د رايې ورکوونکو يوه لويه برخه به د همدې تذکرې په لرلو سره په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې برخه واخلي .

ټاکل شوې چې د رايې ورکوونکو نوم ليکنه د ۱۳۹۲ کال په غويي مياشت کې پيل او د جمهوري رياست او ولايتي شورا ګانو ټولټاکنې د ۱۳۹۳ کال د وري مياشتې په ۱۶مه نېټه ترسره شي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version