ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوزۍ ښځو لاسي صنايعو نړيوال شهرت موندلى

18 Feb 2013 - 15:05
18 Feb 2013 - 15:05

 کندوز (پژواک ٣٠ سلواغه ٩١): د کندوز د سوداګرو ښځو اداره وايي، چې د دغه ولايت د ښځو لاسي صنايعو نړيوال شهرت موندلى او د هېواد صنايع د بهرنيو هېوادونو د خوښې وړ ګرځېدلي دي.

ښکلې او رنګارنګ جامې، خامک او چرم ګنډنه، غالۍ او ټغر اوبدنه، ګلدوزي او د مريو پېيل… د ښځو لاسي صنايع جوړوي.

د کندوز د سوداګرو ښځو اداره وايي، چې دغه صنايع له هېواد پرته بهر ته هم صادريږي او په ګاونډيو هېوادونو کې يې نندارتونونه هم پرانيستل شوي دي.

د کندوز د سوداګرو ښځو مشرې مسلمې والجي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روان کال په لومړيو کې د کندوز د ښځو سل قلمه لاسي صنايع د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې ښار کې نندارې ته وړاندې شول.

هغې زياته کړه، چې له زرو ډېرو کسانو د دغو توکو ننداره وکړه او ځينو يې د افغاني لاسي صنايعو فرمايش هم ورکړ، چې له کندوز ښار څخه بايد ورته ور ولېږل شي.

کندوز د هېواد له شمال ختيځو ولايتونو څخه شمېرل کېږي او له تاجکستان سره ګډه پوله لري.

د کندوز ښار د نواباد سيمې اوسېدونکې نوريې، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د خامک ګنډ کوي، وويل، چې د تاجکستان په نندراتون کې يې ګډون درلود او نندارچيانو د افغان ښځو لاسي صنايع ډېر خوښ کړل او ډېره ستاينه يې کوله.

د پايڅو ګنډل، د غاړې دسمالونه، غاړې او د لستوڼو ګنډل په خامک ګنډلو کې شامليږي.

خو د کندوز د سوداګرو ښځو مشرې وويل، د لاسي صنايعو يو بل نندارتون هم په ايران کې جوړ شو او ياده اداره په پام کې لري، چې په راتلونکي کې د ښځو لاسي صنايع ترکيې، اېټاليا، ازبکستان او قرغيزستان ته هم د افغاني صنايعو د پېژندګلوۍ لپاره ولېږي.

هغې زياته کړه: ((د کندوزۍ ښځو لاسي صنايع اوسمهال نړيوال شوي او د تېرو کلونو په پرتله، هغه ښځې چې زموږ د ادارې غړيتوب لري، اوس پر ځان بسيا شوې دي.))

د کندوز د سوداګرو ښځو اداره په ۲۰۰۹ زېږديز کال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې په اډانه کې رامنځته شوې، چې اوس مهال يې نږدې زر مېرمنې غړيتوب لري او ځينې يې په کې د کوچنيو توليدي فابريکو او شرکتونو مسووليت هم پر غاړه لري.

دا په داسې حال کې ده، هغه مېرمنې چې په وروستيو کلونو کې يې لاسي صنايعو ته مخه کړې، له خپلو توليداتو خوښي څرګندوي، خو د بازار موندنې غوښتونکې دي.

ناديه يوه له هغو مېرمنو ده، چې سيمه ييزې جامې جوړوي، هغې وويل: “زموږ په ولايت کې پخوا خلکو زموږ ګڼدلي توکي کارول، چې بازار يې هم ښه و، خو په دې وروستيو کلونو کې يې اخيستونکي کم شوي دي.”

دې مېرمنې زياته کړه، چې هره ورځ له بهر نه د ورځې موډ زينتي جامې واردېږي او دغه مالونو د دوی د لاسي صنايعو په خرڅلاو منفي اغېز کړی دی.

هغې له چارواکو وغوښتل، چې د ښځو لاسي صنايعو ته دې د بازار موندنې هڅه وکړي.

خو د کندوز د سوداګرو ښځو د ټولنې رييسې وويل، په پام کې لري، څو راتلونکی کال د ښځو لپاره يو صنعتي پارک رامنځته کړي، چې د لاسي صنايعو پر پلور او توليدي نندارتونو په جوړولو به اغېز ولري.

هغې څرګنده کړه، ټاکل شوې د مارچ په اته ويشتمه، چې د ښځو له نړيوالې ورځې سره سمون خوري، په کندوز کې د شمال او او شمال ختيځ زون د ښځو لپاره د لاسي صنايعو يو نندارتون پرانېزي، چې په دې سره به هم د ښځو لاسي صنايعو ته بازار موندنه هم وشي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version