ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

استاد محقق د پاکستان لومړي وزير سره وليدل

19 Feb 2013 - 18:57
19 Feb 2013 - 18:57

کابل ( پژواک د کب لومړۍ ٩١ ) : د وحدت ګوند مشر او د ولسي جرګې غړي حاجي محمد محقق په اسلام اباد د پاکستان لومړي وزير راجا نادر پروېز اشرف سره وليدل.

په کابل کې د پاکستان سفارت لخوا دکب په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه راېمل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې ليدنې پر مهال لومړي وزير راجا نادر پروېز اشرف په افغانستان کې دسولې او امنيت لپاره د ټولو اړخونو ترمنځ پر خبرو اترو ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې خپل ملاتړ څرګند کړ.

سرچينې زياته کړې چې لومړي وزير ددې ليدنې پر مهال دافغانستان پر سولې ټينګار وکړ  چې د ټولې سيمې ثبات دافغانستان امنيت پورې تړلې ده.

د پاکستان لومړي  وزير ويلي چې دوى د افغانستان ټولو سياسي  او سمتي ډلو سره د ښو اړيکو غوښتونکي دي.

سرچينې زياته کړې چې استاد محمد محقق د پاکستان په کويټه ښار کې د هزاره ګانو پر وژنو د اندېښنې څرګندونه وکړه، دپاکستان لومړي وزير سره يې غمرازي وکړه او فاتحه يې ولوسته.

هغه دپاکستان د لومړي وزير سره موافقه وکړه، چې د ترهګرۍ پر ضد بايد په ګډه مبارزه وشي.

ددې ليدنې پر مهال د بهرنيو چارو وزيره مېرمن حنا رباني کهر هم شتون درلود.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version