ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داوودزى: د پاکستان له خاورې څخه  دې پر کونړ  توغندويي بريدونه ودرول شي

داوودزى: د پاکستان له خاورې څخه دې پر کونړ توغندويي بريدونه ودرول شي

author avatar
26 Jul 2012 - 16:05
داوودزى: د پاکستان له خاورې څخه  دې پر کونړ  توغندويي بريدونه ودرول شي
author avatar
26 Jul 2012 - 16:05

اسلام اباد ( پژواک ٥ زمرى ٩١ ) : په اسلام اباد کې د افغانستان سفير له پاکستان څخه وغوښتل، چې له خاورې يې  پر کونړ ولايت توغندويي بريدونه ودرول شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دافغانستان سفير محمد عمر داوودزي نن د پاکستان د بهرنيو چارو وزېرې مېرمن حنا رباني کهر سره وليدل.

سرچينې زياته کړه ،چې دواړو خواوو کابل ته د پاکستان د لومړي وزير وروستى سفر ګټور وباله او زياته کړې ، چې ياد سفر کې په يو شمېر مهمو دوه اړخيزو موضوعاتو ګټور بحث وشو.

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې دافغانستان سفير عمر داوودزي د خبرو پر مهال په ډاګه کړه، چې کابل ته د لومړي وزير راجا پروېز اشرف له سفر سره سم د پاکستان له خاورې پر کونړ توغندويي بريدونه زيات شول.

هغه زياته کړه : (( دغو بريدونو ټول افغانان ډېر خوابدي او قهرجن کړي،په ځانګړې توګه د افغانستان مشرانو جرګې او ولسي جرګې ياد بريدونه په کلکه وغندل او په دې هکله افغان ولسمشر هم د جدي پلټنوهدايت  کړی دى. ))

داوودزي وويل ، په داسې حال کې ،چې په دغو بريدونو افغان حکومت ډېرانديښمن دى د افغان ولس احساسات يې هم راپارولي دي.  

د سرچينې په وينا، د افغانستان سفير په دې ليدنه کې له پاکستانيو چارواکيو وغوښتل، چې پر کونړ کېدونکي دغه بريدونه په بېړنۍ توګه ودرول شي او راتلونکي کې هم بايد ددغه شان پېښو مخنيوى وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې دپاکستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن حنا رباني کهر وويل ، چې د پاکستان دولت ژمن دى ، چې په دې هکله جدي اقدامات وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ليدنه کې همداراز پاکستان ته د سولې د عالي شورا د مشر صلاح الدين رباني د سفر په اړه هم بحث وشو او دواړو خواوو د نوموړي د سفر په نېټې هم توافق وکړ.

خو په خبرپاڼه کې ددې سفر کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.

دغه راز ددې ليدنې پر مهال دافغانستان سفير عمرداوودزي له پاکستاني چارواکيو څخه وغوښتل، چې د خبريال وېب پاڼې له فلټر کولو دې لاس واخيستل شي .

سرچينې زياته کړې، چې دغه وېب پاڼه په افغانستان کې ډېر مينه وال او لوستونکي لري، خو په پاکستان کې دانټرنيتي کمپنيو لخوا فلټر کېږي .

د يادونې  ده ، چې تېر کال هم عمر داوودزي پاکستان ته د کونړ د بريدونو په  اړه دافغانستان د اندېښنې خبر کړى و، خو پاکستان بيا هم بريدونه ونه درول.

د ځايي چارواکو په وينا، دپاکستان له لوري د توغنديو د توغولو د تازه پيل شوې لړۍ په ترڅ کې تر اوسه اته عام وګړي وژل شوي او تر ٢٠ زيات ټپيان دي.

دوى وايي، چې دغه راز خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اوښتي او لسګونه کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې دي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين په روانه اونۍ کې په کابل کې د پاکستان له سفير صادق سره د ليدنې پر مهال پر دغو بريدونو د افغانستان د حکومت اندېښنه څرګنده کړه.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي هم په يوه خبري غونډه کې په ډاګه کړه، چې که د دغو بريدونو مخه ونه نيول شي، نو د دواړو هېوادونو اړيکې ورسره خرابېدلى شي.

دغه راز د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې هم  ددې اونۍ په ترڅ کې په دې اړه بحث وشو او ولسمشر اړوندو امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې په دې اړه لازم اقدامات وکړي.

د ايساف وياند که څه هم لومړى په دې بريدونو بې خبري وښوده، خو دغو نړيوالو ځواکونو پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا بريدونه وغندل، خو دا يې ونه ويل ، چې ګوندې دپاکستان لخوا توغول کېږي . 

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.