واشنګټن (پژواک ٨ کب ٩١): افغانستان له امريکا څخه د امنيتي خونديتوب ضمانت غوښتى، خو امريکا نه غواړي ، چې په امنيتي سند کې پر افغانستان د ګاونډيو د بريدونو پر مهال د امنيتي خونديتوب ضمانت ورکړي.
د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي سند کارکوونکو ته يوې نږدې امريکايۍ سرچينې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د کب په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغانستان په دې اړه له امريکا څخه غوښتنه کړې وه.
له تېرو څو مياشتو راهيسې د افغانستان او امريکا ترمنځ پر امنيتي سند د لاسليک لپاره د خبرو اترو درې پړاوونه ترسره شوي دي.
يادې سرچينې وويل، چې د افغان حکومت له خوا د دغو خبرو پر مهال غوښتنه شوې وه، چې په راتلونکي کې د ګاونډيانو او په ځانګړې توګه د پاکستان د بريد په صورت کې بايد امريکا د افغانستان د امنيتي خونديتوب ضمانت ورکړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د امريکا حکومت افغان پلاوي ته په ډاګه کړې، چې دوى په دې دريځ کې نه دي، څو د دې ژمنه ورکړي او يا هم په سند کې د ګاونډيانو د بريدونو پر مهال له افغانستانه ننګه وکړي.
سرچينه کاږي، دا ډول ژمنې د ناټو سازمان اړوندو هېوادونو ترمنځ کېږي؛ د دغه سازمان د پنځمې مادې له مخې، پر کوم غړي هېواد چې بريد وشي، پر ټولو بريد ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي سند د دوو هېوادونو ترمنځ د ناټو نه دى.
خو د سپينې ماڼۍ سرچينو ويلي، چې د يادو ګواښونو د رامنځته کېدو پر مهال به له افغانستان سره په ګډه ورته د حل لارې پيدا کوي.
په امريکا کې ځينې افغان سرچينې هم وايي، چې پخوانيو تجربو ته په کتلو سره دوى په راتلونکو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه د لاسوهنې او بريدونو وېره لري او په همدې موخه يې له امريکا څخه د امنيتي خونديتوب ضمانت غوښتى دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري پرون په لندن کې خبريالانو ته ويلي، چې له کابل سره پر امنيتي سند او د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو په اړه خبرې په ښه توګه روانې دي.
ټاکل شوې، چې واشنګټن او کابل په دې اړه د ٢٠١٣ کال د نومبر تر مياشتې پورې يوې پرېکړې ته ورسېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن