ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل او واشنګټن به د امنيتي سند په اړه خپلې غوښتنې او شرطونه په ډاګه کړي

8 Jan 2013 - 11:44
8 Jan 2013 - 11:44

جرمني (پژواک ١٩ مرغومى ٩١): سرچينې وايي، چې په واشنګټن کې به د خبرو اترو پر مهال افغان او ا مريکايي چارواکي د امنيتي سند په اړه خپلې غوښتنې او شرطونه په ډاګه کړي.

ټاکل شوې، چې ولسمشر حامد کرزى له يوه لوړ پوړي پلاوي سره نن په ځايي وخت د شپې مهال واشنګټن ته ورسيـږي، هغه ته د دغه رسمي سفر بلنه د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له خوا ورکړل شوې ده.

په واشنګټن کې امريکايي سرچينې وايي، چې د دغه سفر پر مهال به د ولسمشر بارک اوباما اداره تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو په اړه له افغان پلاوي سره پرېکنده خبرې وکړي.

د اعلان شوي مهالوېش له مخې، ولسمشر کرزى به د پنجشنبې په ورځ په پينټاګان کې د امريکا له دفاع وزير سره وګوري او په سبا به يې په سپينه ماڼۍ کې له ولسمشر بارک اوباما سره ليدنه ترسره کړي.

سرچينې زياتوي، چې د دغو ليدنو پر مهال به امريکايي چارواکي ولسمشر کرزي ته د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو د شمېر او په دې اړه د جوړ شوي پلان په اړه معلومات ورکړي.

امريکا لا د مخه ويلي، چې په افغانستان کې پاتې کېدونکي سرتېري به يې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه او افغان ملي ځواکونو ته د روزنې په برخه کې فعاليت کوي، خو تر اوسه يې کره شمېر نه دى معلوم، خو ويل کېږي، چې د ٦ او ٢٠ زرو ترمنځ به وي.

په واشنګټن کې د امريکا د دفاع وزارت سرچينې وايي، چې د دوى پلان د افغان ولسمشر حامد کرزي په غوښتنو پورې اړه لري، چې هغه له امريکا څه غواړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ولسمشر کرزي له مهمو غوښتنو به يوه يې، په بېړنۍ توګه د ټولو افغان بنديانو خوشې کېدل وي.

خو دفاعي سرچينې ويلي، چې امريکا د دغو بنديانو د خوشې کولو په اړه چې کومې اندېښنې لري، د دې له امله نه غواړي چې اوسمهال ټول بنديان خوشې کړي.

سي اېن اېن د امريکايي سرچينو په حواله ليکلي: ((فکر نه کېږي، چې افغان ولسمشر د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو د قضايي خونديتوب په اړه کومې پرېکړې ته ورسيږي، ترڅو چې د افغان بنديانو د خوشې کولو موضوع نه وي روښانه شوې.))

دفاعي سرچينې وايي، که چېرې واشنګټن د کرزي ټولې غوښتنې ومني، نو بيا به د امريکايي سرتېرو د قضايي خونديتوب موضوع په ډېرې اسانۍ هواره شي.

امريکايي چارواکي وايي، چې د دفاع وزير ليون پنيټا او د پوځ مشر جنرال ډېمپسي به راتلونکې اونۍ بروکسل ته ولاړ شي او د ناټو له چارواکو سره به تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د امريکا د پاتې کېدونکو سرتېرو په اړه وروستۍ خبرې وکړي.

بلخوا له ولسمشر کرزي سره په مله پلاوي کې يوه لوړپوړي چارواکي ويلي، چې افغانستان به په دغه سفر کې د امنيتي سند په برخه کې امريکا ته سرې کرښې کش کړي.

دغه لوړپوړي حکومتي چارواکي دغه څرګندونې د سفر پر مهال په جرمني کې د پژواک خبريال ته د نوم نه ښودو په شر‌ط وکړې.

دغې سرچينې زياته کړه، چې په دغو سرو کرښو کې د افغانستان ملي حاکميت ته درناوی، د ملي ګټو خونديتوب، له کليو او بانډو د بهرنيو ځواکونو راوتل او په معلومو مرکزونو کې يې ځای پرځای کول، د افغانانو نه نيول، په افغانستان کې د شخصي زندانونو نه درلودل، د پاتې بنديانو خوشې کېدل، په بشپړه توګه افغان لوري ته د زندانونو سپارل او يو شمېر نور مهم مسايل شامل دي.

دغه دولتي چارواکى وايي، دغه راز به افغانستان امريکا ته په ډاګه کړي، چې که په افغانستان کې د امريکا پوځي اډې جوړېږي نو د کوم بل هېواد پر ضد به ترې ګټه نه اخيستل کېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ټکي به افغانستان په دغه سفر کې له امريکا سره شريک کړي او له هغوی به په دې برخه کې ښکاره او واضح دريځ وغواړي.

دغه چارواکى زياتوي، چې د امنيتي سند خاکه د زياتو خبرو له امله د تغيير په حال کې ده او دغه بحثونه به تر هغه په دغه سند روان وي، ترڅو دغه خاکه په بشپړه توګه پخه او د دواړو لورو له توافق وروسته په يوه مناسب وخت کې د ولس له ارادې او ګټو سره سمه لاسليک شي.

د ولسمشر کرزي وياند اېمل فيضي، چې واشنګټن ته د روان پلاوي غړى دى، پژواک اژانس ته وويل، چې امريکا ته د ولسمشر په دغه سفر کې به له امريکايي چارواکو سره په خبرو کې د امنيتي سند چوکاټ وټاکي.

هغه هم د دغه سند په برخه کې د دواړو لورو ترمنځ د يوې اندازې خنډونو د شتون خبره رد نه کړه، خو ويې ويل، چې د همدې ستونزو د لرې کولو او د خنډونو د کمولو په هکله خبرې د دغه سفر مهم اړخ دی.‌

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version