ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډېر ژر به اوباما په افغانستان کې د پاتې کېدونکو سرتېرو په اړه پرېکړه وکړي

3 Jan 2013 - 15:04
3 Jan 2013 - 15:04

واشنګټن ( پژواک ١٤ ليندۍ ٩١ ) : دامريکا دفاع وزارت وايي ، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې دپاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو په اړه به راتلونکې اونۍ په واشنګټن کې افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبرې وشي.

ټاکل شوې ده، چې دافغانستان ولسمشر حامدکرزى د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په رسمي بلنه راتلونکې اونۍ واشنګټن ته  لاړ شي.

دامريکا ددفاع وزارت وياند جيورج لېټل پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل ، چې   بارک اوباما به په افغانستان کې د سرتېرو د پاتې کېدو په اړه له افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبرې او مشورې وکړي.

هغه زياته کړه، چې اوباما به په افغانستان کې د سرتېرو د پاتې په اړه د ناټو دلوى قوماندان دشمېرو په  وړانديزونو هم  مشورې وکړي .

لېټل که څه هم ددې سرتېرو د شمېرې په اړه معلومات ورنکړل، خو نيويارک ټايمز تېره اونۍ راپور ورکړى و، چې جنرال الن ولسمشر اوباما ته له ٦ څخه تر ٢٠ زرو سرتېرو پورې د پاتې کېدو وړانديز ورکړى و.

دامريکا ددفاع وزارت وياند وويل ، چې اوباما به له افغان ولسمشر حامد کرزي سره تر مشورې وروسته پرېکړه وکړي ، چې په افغانستان کې څومره سرتېري  پرېږدي.

هغه زياته کړه : (( موږ هيله من يو، چې افغان چارواکو سره په دې اړه يوې ګډې پرېکړې ته ورسېږو.))

د نوموړي په وينا، افغان ولسمشر به ددې موضوع ترڅنګ له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو د وتلو په اړه هم خبرې وکړي.

هغه زياته کړه ، چې دافغانستان او امريکا حکومت پر ګډ امنيتي سند هم کار کوي، خو دا يې هم ويل، چې په افغانستان کې روانه جګړه له پامه نه غورځوي ، دغه راز امريکا به دافغان ملي ځواکونو د وړتياوو زياتولو لپاره هم خپلو اقداماتو ته ادامه ورکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version