ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزی : د ملي حاکمیت پرته امریکایي سرتیرو ته قضایي خوندیتوب نه ورکول کیږي

کرزی : د ملي حاکمیت پرته امریکایي سرتیرو ته قضایي خوندیتوب نه ورکول کیږي

author avatar
12 Jan 2013 - 00:25
کرزی : د ملي حاکمیت پرته امریکایي سرتیرو ته قضایي خوندیتوب نه ورکول کیږي
author avatar
12 Jan 2013 - 00:25

واشنګټن ( پژواک ۲۲ مرغومی ۹۱ ) : ولسمشر حامد کرزي په ډاګه کړه، چې دافغانستان له خلکو سره به د پاتې کیدونکو امریکایي سرتیرو د قضایي خوندیتوب په اړه خبرې وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې د امریکا ولسمشر بارک اوباما سره په سپینې ماڼه کې په ځایي وخت تر غرمې وروسته په یوه نیمه بجه په یوه خبري غونډه کې وکړې.

تر دې مخکې دواړو ولسمشرانو دوه په دوه ځانګړې خبرې وکړې او بیا ددواړو هیوادونو د پلاوو غړو هم په دې خبرو اترو کې برخه واخیسته.

تر دوه اړخیزه خبرو اترو وروسته ولسمشر بارک اوباما دافغانستان ولسمشر حامد کرزي او دهغه پلاوي ته دغرمۍ ډوډۍ میلمستیا ورکړه.

ولسمشر حامد کرزي وویل چې که څخه هم عنعنوي لویې جرګې دافغانستان حکومت ته دامریکا سره د ستراتیژیک او امنیتي سندونو په اړه مشورې  کړې دي، خو زیاته یې کړه، چې دی به یو ځل له  خپل ولس سره تر ۲۰۱۴ وروسته په هیواد کې د پاتې کیدونکو امریکایي سرتیرو د قضایي خوندیتوب په اړه مشورې وکړي.

هغه زیاته کړه چې د قضایي خوندیتوب په اړه به دافغانستان ملي حاکمیت او بشپړ استقلالیت په پام کې نیول کیږي.

تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکایي سرتیرو قضایي خوندیتوب په امنیتي سند کې د امریکا یو له مهمو غوښتنو څخه ده او ولسمشر بارک اوباما نن هم ددې یادونه وکړه.

هغه وویل چې د نړۍ په هر هیواد کې چې امریکایي سرتیري میشت دي، نو قضایي خوندیتوب لري.

ولسمشر حامد کرزي دغه راز په دې خبري غونډه کې وویل چې دامریکا ولسمشر بارک اوباما سره یې په قطر کې د طالبانو ددفتر د پرانستلو او په افغانستان کې د ټولو بندیانو افغان حکومت ته په سپارلو موافقه وکړه.

هغه زیاته کړه : (( څرنګه چې کابل ته ورسیږو، د ټولو بندیانو دسپارلو په اړه عملي اقدامات پیل کړو.))

ولسمشر په حکومت کې د فساد په اړه دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې فساد شته، خو پر ضد یې مبارزه هم جدي روانه ده.

نوموړي یو ځل بیا وویل چې فساد داخلي او بهرني بعدونه لري ، یواځې افغانان یې نه کوي.

د هغه په وینا، په دې لیدنه کې یې د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه یې هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې دا ټاکنې به رڼې او ازادانه توګه ترسره کیږي.

حامد کرزي یو ځل بیا وویل چې دی نه غواړي په دې ټاکنو کې برخه واخلي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.