ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان به له امريکا د قطر دفتر په اړه غوڅ دريځ وغواړي

افغانستان به له امريکا د قطر دفتر په اړه غوڅ دريځ وغواړي

author avatar
8 Jan 2013 - 10:39
افغانستان به له امريکا د قطر دفتر په اړه غوڅ دريځ وغواړي
author avatar
8 Jan 2013 - 10:39

جرمني (پژواک ۱۹ مرغومی ٩١): ولسمشر کرزى به واشنګټن ته د سفر پر مهال له امريکايي چارواکو وغواړي چې په قطر کې د وسلوالو طالبانو د دفتر په اړه غوڅ دريځ څرګند کړي.

دغه څرګندونې امريکا ته له ولسمشر کرزي سره د ملګري پلاوي يوه لوړپوړي حکومتي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط د مرغومي په ١٩مه په جرمني کې پژواک اژانس ته وکړې. ولسمشر کرزى، چې د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په رسمي بلنه پرون له کابل څخه روان شوى، په جرمني کې د شپې تر تېرولو وروسته نن له غرمې مخکې د واشنګټن په لوري روانيږي. يادې حکومتي سرچينې وويل، چې په واشنګټن کې به افغانستان تر ډېره بريده د سولې د نورو پرمختګونو ترڅنګ په قطر کې د طالبانو د دفتر د څرنګوالي او فعالېدو په اړه له امريکا وضاحت وغواړي. دغه چارواکي زياته کړه، امريکا هم په قطر کې د طالبانو د دفتر په جوړېدو کې جدي برېښي او ټينګار يې پر دې دی، چې په قطر کې دې د طالبانو دفتر فعال شي، خو اصلي خبره د طالبانو پر استازو باندې ده. د سرچينې په وينا، د قطر دفتر ته بايد داسې ‌طالب استازي ورمعرفي شي، چې په رښتينې توګه د طالبانو د رهبرۍ استازولي وکولی شي، نه په نورو پورې تړلي طالبان. دې حکومتي سرچينې وويل، چې د قطر هېواد د دغه دفتر په فعالېدو کې له افغانستان سره ناغېړي کوي او په دې برخه کې له مرستې اوږه خالي کوي. د يادونې ده، چې د ٢٠١٢ کال په لومړيو کې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو په اړه خبرې شوې وې او د دغه کال په فبرورۍ مياشت کې بيا د امريکا او طالبانو ترمنځ په دغه هېواد کې لومړنۍ خبرې ترسره شوې. خو د ٢٠١٢ کال د مارچ په مياشت کې طالبانو وروسته له هغه دا خبرې ودرولې چې ګواکې امريکا په دغو خبرو اترو کې رښتينې نه ده او نه يې هم د طالبانو لومړنۍ غوښتنې منلې دي. د ولسمشر کرزي وياند اېمل فيضي چې د واشنګټن په سفر کې د حکومتي پلاوى غړى دى، پژواک اژانس ته وويل، چې افغانستان به هغه سند هم له امريکا سره شريک کړي، چې د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني امريکا ته څو مياشتې مخکې د خپل سفر پر مهال سپارلى و. د هغه په وينا، افغانستان د سولې د پروسې پر ياد سند نور کار هم وکړ او اوس به يې د ډېرو خبرو په موخه له امريکا سره شريک کړي. امريکا ته له ولسمشر سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو، ماليې او ملي دفاع وزيران، د ملي امنيت شورا سلاکار سپنتا، د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني، له بهرنيو ځواکونو افغان لوري ته د امنيتي چارو د لېږد د کمېسيون مشر اشرف غني احمدزی، معصوم ستانکزی، د هغه د دفتر رييس کريم خرم او وياند يې اېمل فيضي ملتيا کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.