ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار پوهنتون د دوو ودانيو جوړېدو چارې پيل شوې

27 Feb 2013 - 16:38
27 Feb 2013 - 16:38

 کندهار (پژواک ٩ کب ٩١): په کندهار پوهنتون کې نن )د کب ٩مه( د دوو لويو ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې، چې يوه يې د هېواد په کچه د يو لوى کتابتون او بله يې د ژورناليزم پوهنځي د مېډيا سنټر ده.

 د همدې لپاره د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عبيدالله عبيد کندهار ولايت ته سفر کړى و او د کندهار له والي سره يو ځاى يې د دغو ودانيو کار پيل کړ.

 ډاکټر عبيد د دغو ودانيو د کار د پيل پر مهال وويل، چې د کتابتون د جوړولو لپاره ورسره د امريکا نظامي ځواکونو ٣،٥ ميليونه  ډالر او د ژورناليزم پوهنځي د مېډيا سنټر لپاره د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې يو ميليون ډالر مرسته کړې ده.

 هغه زياته کړه، دغه ودانۍ به د يوه کال په موده کې د ټولو اسانتياوو په لرلو سره په پاخه او بسټيزه توګه جوړې شي.

 وزير خبر ورکړ، چې په راتلونکي کال کې به د درېيو ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت په کندهار پوهنتون کې ځينې نورې د اړتيا وړ ودانۍ او درسي خونې هم جوړې شي، چې د دغو پروژو لګښت د لوړو زده کړو د وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي.

 نوموړي زياته کړه، چې په راتلونکي ١٣٩٢ کال کې به د هېواد په کچه د کرنۍ او مالدارۍ لومړنى پوهنتون هم په کندهار ولايت کې جوړ شي، چې د لګښت چارې يې هندوستان پر غاړه اخيستې دي.

 دغه پوهنتون، د کندهار ښار په ترنک فارم سيمه کې په شا و خوا ٥ زره جريبه ځمکه کې جوړېږي.

 په دې لړ کې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله امنيت ډاډمن شوى او اوسمهال ډېره پاملرنه بنسټيزو تاسيساتو او علمي خدمتونو ته اړول شوې ده.

 هغه زياته کړه، په کندهار کې به د کرنې د پوهنتون ترڅنګ د هېواد په کچه يو لوى اسلامي پوهنتون هم جوړ شي.

 د ده په وينا، د دغه اسلامي پوهنتون د جوړولو پرېکړه د مصر په کنفرانس کې شوې، چې د دغه هېواد د الازهر نړيوال پوهنتون د يوې څانګې په توګه به فعاليت کوي.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version