ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار پوهنتون د تدريسي بلاک د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې

د کندهار پوهنتون د تدريسي بلاک د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
9 Apr 2016 - 21:05
د کندهار پوهنتون د تدريسي بلاک د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
9 Apr 2016 - 21:05

کندهار(پژواک، ٢١ ورى ٩٥):د کندهار پوهنتون د تدريسي بلاک د ودانۍ د بنسټ ډبره نن مازديګر د يو لړ مراسمو په لړ کې کېښودل شوه.

د دغې ودانۍ د جوړولو چارې داسې مهال پيلېږي چې چارواکي وايي کندهار پوهنتون د تاسيساتو او امکاناتو له کموالي سره مخ دى.

د کندهار پوهنتون د تدريس بلاک د ودانۍ د جوړولو په مراسمو کې د کندهار د مرستيال والي عبدالعي شمسي تر څنګ د لوړو زده کړو د وزارت اړوند د محصلانو چارو معين بري صديقي، د عامې روغتيا وزارت سلاکار ډاکټر صديق الله او د کندهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو مسوولينو او استادانو برخه اخيستې وه.

دغه ودانۍ د کندهار ښار په عينو مېنه کې پر هغه ١٤٠٠ جريبه ځمکه جوړېږي چې د ياد شوي پوهنتون لپاره ځانګړې شوې ده.

د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي پژواک خبري اژانس ته وويل، د يادې شوې ودانۍ په جوړولو ٤٤٠ زره امريکايي ډالر لګښت راځي چې د لوړو زده کړو د وزارت له پرمختيايي بوديجې ورکول کېږي.

د ده په خبره، دغه ودانۍ به د ١٥ مياشتو په موده کې جوړه شي، چې ټولې اسانتياوې به په کې په پام کې نيول شوي وي.

هغه زياته کړه، کندهار پوهنتون د هېواد په کچه له لويو پوهنتونو ګڼل کېږي چې په دې وروستيو کې د تاسيساتو له کمښت سره مخ دى.

د کندهار پوهنتون رييس حضرت مير توتاخېل پژواک اژانس ته وويل، دا لومړنۍ معياري ودانۍ ده چې د کندهار پوهنتون لپاره په تدريسي برخه کې جوړېږي.

هغه زياته کړه، د پوهنتون مسوولين به له دې پروژې څارنه کوي چې کار يې په پوره معيار ترسره شي.

ده خبر ورکړ، چې په دې وروستيو کې يې د کندهار پوهنتون په انګړ کې د دوو ودانيو د جوړولو هغه قرارداديان څارنوالۍ ته معرفي کړي چې کارونه يې په ټيټ کيفيت تر سره کړي وو.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معين بري صديق وويل، په هېواد کې د پوهنتونو د وړتياوو د لوړولو په موخه د تاسيساتو د جوړلو تر څنګ ګڼو علمي بدلونونو ته اړتيا ده چې وزارت په دې برخه کې جدي کار کوي.

د کندهار پوهنتون عملي مرسيتال انجنير تواب بالاکرزي څو ورځې وړاندې له پژواک سره په مرکه کې ويلي و چې د کافي امکاناتو او تاسيساتو د نشتوالي له امله نه شي کولاى په دغه پوهنتون کې له اړتيا سره سم نوي پوهنځي پرانيزي.

هغه وايي، دا مهال کندهار پوهنتون د ورځې له پلوه ١٢ او د شپې له پلوه ٤ پوهنځي لري چې طب، انجنيري، کرنه، ښوونه او روزنه، شرعيات، حقوق او سياسي علوم، عامه اداره او پاليسي، ژبې او ادبيات، ژورناليزم، اقتصاد، کمپيوټر ساينس او ستوماتولوژي په کې شامل دي.

په دې پوهنتون کې د هېواد د ٣٤ ولايتونو شاوخوا ١٠ زره محصلين لوړې زده کړې کوي، خو شته ودانۍ ورته بسنه نه کوي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.