ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې يو وسله وال وژل شوى او پنځه نور نيول شوي

3 Mar 2013 - 15:46
3 Mar 2013 - 15:46

کابل-کندوز (پژواک ١٣ کب ٩١): ايساف په کندوز ولايت کې د يوه وسله وال مخالف د وژلو او د يوه قوماندان په ګډون د پنځو نورو وسلوال د نيولو خبر ورکړ.

د ناټو په مشرۍ د ايساف له خوا پژواک ته  په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې يادتن د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د افغان او ايساف ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې وژل شوى دى.

سرچينه وايي، چې لومړى د ياد وسله وال تن د فعاليت ځاى په نښه او وروسته له هغه په يو دقيق بريد کې هدف وګرځول شو.

ايساف د ياد بريد په اړه څه ونه ويل، چې هوايي و او که ځمکنى.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې تېر ماښام د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکو د کندوز د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش سيمې په لغمانيو کلي کې اربکيان په نښه کړي، چې له امله يي يو اربکى وژل شوى او ځينې نور يې ټپيان کړي دي.

په عين حال کې ايساف وايي، چې د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې يې پنځه وسله وال مخالفين نيولي دي.

د ايساف په خبر پاڼه کې راغلي، ياد پنځه تنه، چې يو په کې قوماندان دى، د افغان او ايساف ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.

سرچينې د قوماندان نوم نه دى اخيستى، خو زياتوي، چې ياد تن په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې د ماين خښوونکو او بريدګرو له فعالو غړو څخه و.    

د کندوز د والي وياند عنايت الله خليق پژواک ته وويل، چې تر اوسه د خان اباد او چهاردرې ولسواليو د پېښو په اړه دقيق معلومات په لاس کې نه لري.

هغه زياته کړه، چې  په معمول ډول دا شان عمليات د ايساف او افغان ځواکونو له خوا په لاره اچول کېږي او د کندوز امنيتي ځواکونه نه وي په کې شامل؛ له همدې امله د عملياتو په اړه  سيمه ييز چارواکي وروسته معلومات ترلاسه کوي.

د يادونې ده، چې تېره اونۍ د ذکريا په نوم يو تن د کندوز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ايساف او افغان ځواکونو له خوا وژل شوى و، چې ايساف بيا د ماينونو ماهر بللى و.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version