کندوز (پژواک ١٢ مرغومى ٩١): د کندوز سيمه ييزو چارواکو د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ايساف د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د دوو وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ.
د امام صاحب ولسوال امن الدين قريشي وايي: ((دغه بريد پرون د ولسوالۍ په شل کيلومترۍ کې د کنجک افغانيه په کلي کې رامنځ ته شوى او دوه تنه د قاري نورالله او قدرت الله په نومونو له پښو غورځول شوي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى له ډلې يې يو تن د طالب په نوم له ملي امنيت سره ثبت و، خو د دويم کس هويت، چې د هغه ملتيا يې کوله نه دى معلوم.
د ولسوال په وينا، امنيتي ځواکونه له پېښې وروسته سيمې ته تللي او د دواړو کسانو مړي يې روغتون لېږدولي دي.
د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وايي، چې نورالله د وسلوالو طالبانو ډلمشر و او له خپل ملګري سره يو ځاى وژل شوى دى.
خو د امام صاحب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي جمعه الدين ادعا کړې، چې نوموړي کسان بزګران وو او له طالبانو سره يې هېڅ اړيکه نه درلوده او مړي يې کورنيو ته سپارل شوي دي.
خو د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول زياته کړه، دغه دوه تنه د دولت وسلوال مخالفين وو او له همدې امله د ايساف په هوايي بريد کې وژل شوي دي.
امنيتي چارواکي وايي، چې په ياد ولايت کې د روان کال په اوږدو کې دا د بې پيلوټه الوتکې لومړنى بريد دى، چې په کې وسلوال مخالفين په نښه کېږي.
ايساف ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په هغې خبرپاڼه کې، چې د ايساف د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک ته رالېږل شوې، راغلي، چې نن افغان او ايساف ځواکونو د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو يو مشر نيولى دى.
سرچينه وايي، ياد مشر وسلوال روزل او همدارنګه يې په ياده ولسوالۍ د چاودېدونکو توکو دستګاوې د ايساف او افغان ځواکونو پر ضد کارولې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن