د کرکټ دا شل اووریزې سیالۍ د لوبه سپورتي موسسې ( ایل ایس ټي او) لخوا په لاره اچول شوي دې چې پکې د لغمان، ننګرهار او کونړ ولایتونو دوو، دوو لوبډلو برخه پکې برخه اخیستې ده.
د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ مسوول هستي ګل عابد د کب په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دوی او کونړ ب لوبډلې ترمنځ د بهسودو د کرکټ په لوبغالي کې لوبه ترسره شوه.
هغه زیاته کړه چې د هوا د خرابوالي له امله دا لوبه ۱۶ اورونو ته ټیټه شوې وه او دننګرهار اکاډمۍ لوبډلې په ټاکل شویو ۱۶ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۳ منډې جوړې کړې.
هستي ګل وایي چې دننګرهاراکاډۍ لوبډلې پیاوړي لوبغاړي فرید ملک په زړه پورې لوبه وکړه او یواځې په ۱۶ توپونو یې د اوو شپږیزو په مرسته پنځوسیزه ووهله او ۶۲ منډې یې جوړې کړې، دغه راز عبدالصبور ۴۶ منډې جوړې کړې.
نوموړي وویل چې د کونړ لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په اولسم اوور کې په ۵۱ منډو وسوځیدله.
د ننګرهار لوبډلې له لوري طارق ۳، فرید ملک ، ریاض او رومل دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
ددې سیالیو پای لوبه سبا د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ (ننګرهار ب) او د کونړ د منتخبې لوبډلې ( الف) ترمنځ ترسره کیږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن