ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کوکنارو اړولو پر سر شخړه کې درې پوليس او پنځه وسله وال وژل شوي

4 Mar 2013 - 13:40
4 Mar 2013 - 13:40

لښکرګاه (پژواک ١٤ کب ٩١): د هلمند په ترخه ناور سيمه کې د کوکنار اړولو د کمپاين پر مهال د پوليسو او وسله والو ترمنځ نښته کې درې پوليس او پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د نادعلي، ناوې او مارجې ولسواليو او د لښکرګاه ښار په ګډه سيمه ترخه ناور کې د کوکنار اړولو پر کمپاين د دولت وسله والو مخالفينو بريد وکړ.

سرچينې زياته کړه، تر بريد وروسته جګړه پيل شوه، چې له سهاره تر مازيګره يې دوام در لود، چې په پايله کې يې د ناوې او مارجې ولسواليو اړوند درې پوليس ووژل شول او شپږ نور ټپيان شوي دي.

دغې امنيتي سرچينې وويل، چې په دې نښته کې پنځه وسله وال مخالفين هم وژل شوي دي.

دغه راز د مارجې ولسوال محمد فهيم موسى زي هم پژواک انس ته ومنله، چې په دې نښته کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى، خو نور معلومات يې ورنه کړل.

نوموړي زياته کړه، چې په نښته کې وسله والو مخالفينو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره معلومات يې نه درلودل.

چارواکي وايي، په تېرو څو ورځو کې تر دې مهاله تر ٣٥٠٠ جريبه زيات کوکنار له منځه وړل شوي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version