ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د نويو نيالګيو ايښودل پيل شول

کابل (پژواک١٧کب٩١): کابل ښاروالۍ د نوي کال په رارسېدو سره نن په دې ښار کې د نيالګيو ايښودل پيل کړل ،چې د يوې اونۍ لپاره به دوام وکړي.

د کابل ښاروال محمد يونس نواندېش، چې ډېر شمېر کابل ښاريانو يې ملتيا کوله، نن د کابل په پنځمه ناحيه کې په خپل لاس د نيالګي په ايښودلو سره دغه لړۍ پيل کړه.

نواندېش وويل چې کابل ښاروالۍ د اوس لپاره ٤٠٠ زره نيالګي برابر کړي ، خو  په پام کې لري چې سږکال د نيالګيو ايښودلو د فصل تر پاىه په دې ښار کې يو ميليون نوي نيالګي کېنوي.

هغه له ښاريانو هم غوښتنه وکړه ، چې له کابل ښاروالۍ سره دده په وينا، په دې خوځښت کې ملګري شي او په خپلو کورنو، سرايونو او د ژوند په سيمو کې نوي نيالګي کېنوي.

ښاروال د نيالګيو د ايښودلو ترڅنګ د هغوى ساتنه اړينه وبلله او  له کابل ښاريانو يې وغوښتل چې د ښار سمسورتيا کې خپله ونډه ترسره کړي.

دده په خبره، کابل ښاروالي هر کال شاوخوا يو ميليون نوي نيالګي کېنوي، چې په يواځې سر نشي کولى په سمه توګه ددغو نيالګيو ساتنه وکړي.

هغه له ښاريانو وغوښتل چې  دنيالګيو په ساتنه او اوبه ورکولو کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.

نواندېش دا هم وويل چې کابل ښاروالي غواړي  چې د شېردروازه په غره کې هم ٢٠زره  نوي نيالګي کېنوي.

ده وويل چې  دغو نيالګيو ته د اوبو برابرولو لپاره يې د غره په سر د اوبو حوض جوړ کړى دى.

ښاروال  زياته کړه چې په پام کې ده د سږني کال له يو ميليون نيالګيو سل زره د سړکونو او پياده رو په ګلدانونو کې کېنول شي.

د ښاروال په خبره، نوي نيالګي د ککړې هوا په پاکولو او د ښار په سمسورتيا کې د پام وړ ونډه لري.

دى وايي چې يوه ونه کولى شي ١٨ کسانو ته د تنفس لپاره اکسيجن برابر کړي.

  د نواندېش  په اند، د نويو نيالګيو په کېنولو سره د کابل ښار په هوا کې د پام وړ بدلون راغلى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، په يوه کال کې د کابل هوا د جامدو زراتو کچه چې روغتيا ته تاوان لري، په يوه متر مکعب کې له ٢٥٠ ګرامو څخه ١٩٠ ګرامو ته ټيټه شي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، تېر کال (١٣٩٠) په کابل ښار کې څه دپاسه يو ميليون نوي نيالګي ايښودل شوي وو، چې ضايعات يې يواځې دوه سلنه وو او دغه شمېره د نورو کلونو په پرتله ډېره کمه وه.

خو د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ مشره ديپلوم انجنير نسرين ، بيا پر خلکو نيوکه کوي، چې د نيالګيو په ساتنه کې د هغوى همکاري ډېره کمه ده.

نسرين زياته کړه:”تر اوسه فکر کوم چې د خلکو همکاري ٢٠ سلنه هم نه ده، تاسو ګورئ هېڅ ښاري علاقه نه لري، چې د نيالګيو ساتنه او څارنه وکړي، زه په دې ډېره خواشينې يم چې ولې زموږ ښاريان د شنې ساحې پراختيا او د ژوند چاپېريال ساتنې ته پام نه کوي،لامل يې د ښاري فرهنګ کمزورتيا ده.”

خو نسرين وويل ،چې سږکال به د نورو کلونو په توپير د اوبو اسانتيا، د خاورې نوعيت او نورو محيطي شرايطو ته په کتو نيالګي کېنول شي.

نسرين زياتوي ، چې په تېرو کلونو کې دغو شرايطو ته د نه پاملرنې له امله ډېر نيالګي وچ شوي وو.

د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ مشرې وويل چې سږکال به ډېر نيالګي د کابل ښار په ١٢ ناحيه کې کېنول شي.

د ننني حشر يوه ګډونوال محمد رحيم حقجو چې د کابل ښار د ٦ ناحيې اوسېدونکى دى وايي چې خلکو ته پکار ده ،چې د نيالګيو په ساتلو کې تر ډېره پخپله هڅه وکړي او له کابل ښاروالۍ ډېره تمه ونه لري.

د حقجو په خبره، ښاروالي په يواځې سر نشي کولى د ميليونو نو نيالګيو ساتنه وکړي ، نو  اړتيا ده چې خلک لاس تر زنې ناست نه وي.

ده وويل ، چې د پاک چاپيريال او پاکې هوا لپاره په ښار کې د شنو ساحو زياتوالي ته  ډېره اړتيا ده.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version