ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د مهترلام ښاروالۍ د لاسي کراچيو له پلورونکو ناقانونه پيسې اخلي”

8 Mar 2013 - 10:27
8 Mar 2013 - 10:27

 جلال اباد (پژواک ١٨ کب ٩١): د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د لاسي کراچيو توکي پلورونکي شکايت کوي، چې د ښاروالۍ چارواکي ترې غير قانوني پيسې اخلي او د توکو د پلور لپاره کوم ځانګړى ځاى هم نه لري.

فريق الله چې په مهترلام ښار کې پر لاسي کراچۍ فيرڼي خرڅوي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هره ورځ دوه ډوله کسان راځي او له دوى پيسې اخلي.

هغه زياته کړه: ((يو ډول خلک دي، چې هغه ډنډه ماران دي، شل روپۍ اخلي او دويمه ډله خلک د تاجايي په نوم پيسې اخلي، خو بيا هم که کوم پوليس او يا ترافيک دوى د سړک پر غاړه وګوري، نو لاسي کراچۍ يې ورته په بل مخ اړوي.))

د فريق په وينا: ((پيسې هم ورکوو او وهل ډبول هم خورو، بد رد هم راته وايي.))

د سړک پر غاړه ولاړ ٢٧ کلن ځوان هېواد، چې په لاسي کراچۍ کې کيلې پلوري وايي، هره ورځ پوليس او ترافيک يې کيلې له کراچۍ پر سړک غورځوي.

هغه زياته کړه: ((ښاروالۍ رانه پيسې اخلي او پوليس راته ريړۍ په بل مخ اړوي.))

دى وايي، څو ځلې يې ياده ستونزه له ولايتي ادارې سره شريکه کړې، خو د دوى لپاره د کوم ځانګړي ځاى هڅه نه ولايتي ادارې کړې او نه هم کومې مرستندويې موسسې.

همدراز د لغمان يو شمېر نور اوسېدونکي هم د لغمان پر ښاروالۍ نيوکه کوي، چې د ځمکو په وېش کې له عدالت کار نه اخلي.

دوى زياتوي، چې دولت ته يې پيسې تحويل کړې خو دوى ته يې ځمکې نه دې وېشلې.

حاجي سيد اسلام پژواک اژانس ته وويل، چې تېر کال يې د يوې نومرې ځمکې عريضه کړې او پيسې يې هم تحويل کړي، خو د ښاروالۍ له لوري ورته ځمکه نه ده ورکړل شوې.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((څوک چې واسطه ولري، هغه ته ځمکه ورکول کېږي او موږ خوارانو ته څوک نه پام هم نه کوي.))

په ورته وخت کې خيرالله هم له ښاروالۍ شکايت کوي او وايي، چې د ځمکې په وېش کې له روابطو کار اخلي.

دى وايي: ((څوک چې زور ولري، هغوى خو هسې هم غصب کوي، دوى يې مخه نه نيسي، مګر زموږ حق موږ ته نه راکوي.))

دى وايي، يو شمېر نومرې شته چې د ښاروالۍ له لوري په دوه او يا درېيو کسانو خرڅې شوې او پيسې يې شخصي جېبونو ته تللې دي.

د لغمان ښاروال عبدالمقيم هم پژواک خبري اژانس ته دا ومنله، چې په مهترلام ښار کې يو شمېر کسانو د لاسي کراچيو له پلورونکو پيسې اخيستې خو اوس يې بندې کړې دي.

دى وايي: ((دوى په خپله موږ ته ويل، چې څو کسان به موږ موظف کړو تر څو کراچۍ وانان په ښار کې منظم کړي، خو چې خبر شوو دوى به ورته په خپله پيسې ورکولې، خو موږ يې مخه نيولې ده.))

د ده په خبره، ياد ډنډه ماران د ښاروالۍ په تفاهم جوړ شوي وو، خو د پيسو اجازه دوى نه وه ورکړې.

ښاروال دا هم وايي، چې له ټولو کراچۍ وانانو څخه هره ورځ د تاجايۍ په نوم پنځه افغانۍ اخلي، چې دا د دوى قانوني حق دى.

خو يو کراچۍ وان ثابت بيا د ښاروال ادعاوې په کلکه ردوي او وايي، چې ډنډه مارانو د ښاروالۍ چارواکو ته پيسې ورکولې او د دوى له لوري ټاکل شوي وو.

هغه زياته کړه: ((څوک خو ليونيان نه دي چې چا ته مفتې پيسې ورکړي، همدوى ښاروالۍ والا ټاکلي دي.))

د ده په خبره، د تاجايي په نوم نورې پيسې چې ښاروالۍ يې اخلي، دا هم غير قانوني دي.

نوموړى وايي: ((که چېرې قانوني واى، نو موږ ولې ترافيک او نور پوليس نه پرېږدي د سړک په غاړو دوکانداري وکړو.))

ثابت وړاندې وايي، چې اوس هم له يو شمېر کراچۍ وانانو ډنډه ماران پيسې اخلي.

د ځمکو د وېش په برخه کې ښاروال عبدالمقيم زياته کړه، چې دوى په ١٣٩٠ کال کې يو شمېر نومرې توزيع کړې، چې يوه برخه يې ځنډېدلې دي.

د ده په خبره: ((يوه توزيع موږ په اته اتيايم کال کې کړې وه، خو په دې وروستيو کې د لغمان ستراتيژيک پلان رامنځته شو او په دغه پلان کې هغه توزيع چې موږ کړې وه، پارک موجود دى.))

ښاروال د يادو کسانو شکايتونه پر ځاى بولي او وايي، چې شاوخوا ١٢٥ نومرې ځمکه له توزيع نه پاتې شوې او په نږدې راتلونکي کې به ياده ستونزه هم هواره کړي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version