ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ځانمرګي ٩ تنه وژلي او ١٤ نور يې ټپيان کړي

9 Mar 2013 - 09:05
9 Mar 2013 - 09:05

کابل (پژواک ۱۹ کب ۹۱): نن سهار په کابل ښار کې د دفاع وزارت مقر ته څېرمه ځانمرګی بريد وشو، چې په پايله کې يې ٩ تنه وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.

دغه ځانمرګی بريد نن (د کب ۱۹مه) سهار نهه بجې  د کابل ښار د پل محمود خان ساحه کې د ملي دفاع وزارت د دروازې مخې ته وشو.

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د پېښې په ځای کې وويل، چې بريدګر دغه بريد د بايسکل په وسيله ترسره کړى، چې له امله يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو تر اوسه يې کره شمېره نه ده معلومه.

خو وروسته بيا ددفاع وزارت په خپره کړي خبرپاڼه کې وويل، چې په دغه بريد کې ٩ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ١٤ نور ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ټپيانو کې د ملي اردو دوه سرتېري هم شامل دي ، چې ټول ټپيان د درملنې لپاره سردار داوود خان روغتون ته لېږدول شوي دي.

همداراز د کابل د امنيه قوماندانۍ امنيتي مرستيال مل پاسوال محمدامين داوود د چاودنې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې وژل شوي ډېرى ملکي وګړي دي.

ياد امنيتي چارواکي وويل: ((دغه چاودنه په هغې دخولي دروازه کې رامنځته شوې، چې د ملي دفاع وزارت مراجعين ترې دننه کېږي.))

د حشمت الله په نوم يوه کس، چې له پل محمودخان نه فروشګاه ته سراچه موټر چلوي، پژواک ته وويل: ((چاودنه زما موټر ته نږدې وشوه او زما څلور سپرلي يې ټپي کړل.))

هغه زياته کړه، چې د پېښې ځاى ته شاوخوا يو شمېر نور په وينو لړلي کسان هم ليدل کېدل، چې د دفاع وزارت مخې ته پر سړک پراته وو.

د پژاک خبريال د پېښې له سيمې راپور ورکړ، چې د دغه بريد له امله اته شخصي کرولا موټر هم ويجاړ شوي، چې اوس مهال (له غرمې وړاندې ١٠:٣٠ بجې) د ملي اردو او ملي پوليسو په وسايطو کې ولېږدول شول.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته په يوه رالېږل شوي اېميل کې ويلي، چې دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوې، چې نظامي منسوبين دفاع وزارت ته د ننوتو په حال کې وو.

هغه ادعا کوي، په دې چاودنه کې، چې د محمد کندهاري له خوا ترسره شو، ١٥ نظامي افسران او سرتېري وژل شوى او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

دغه راز مجاهد زياته کړې، چې دغه بريد امريکا ته د دوى د ځواکمنتيا يو پيغام دى.

دغه ځانمرګی بريد په داسې حال کې ترسره شو، چې د امريکا دفاع وزير چک هېګل تېره شپه په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او د بګرام په نړيوال هوايي ډګر کې يې له نړيوالو سرتېرو ليدنه وکړه.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version