ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست په پېښه کې د درېيو بهرنيانو په ګډون ١٥ تنه وژل شوي

1 Oct 2012 - 13:55
1 Oct 2012 - 13:55

خوست ښار (پژواک ١٠ تله ٩١): افغان او ايساف چارواکي وايي، چې د خوست ښار د ځانمرګي بريد له امله د درېيو بهرنيانو په ګډون ١٥ تنه وژل شوي دي.

دغه ځانمرګى بريد نن د تلې په ١١مه، د خوست ښار اړوند د غازي ببرک خان پارک او ښاروالۍ مخې ته د ولايت په سل مترۍ کې د ايساف ځواکونو پر يوې ګزمې وشو.

د کورنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ځانمرګي بريد کې اووه ملکي وګړي او څلور پوليس وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې دغه راز په دې پېښه کې څلور پوليس او ٥٣ عام وګړي ټپيان شوي چې د خوست ښار بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د دې پېښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

 بلخوا ځايي چارواکي وايي، چې ډېرى عام وګړي، دوکانداران او ښار ته د سودا لپاره راغلي خلک وو.

له دې مخکې د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر امير بادشاه منګل پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له پېښې ٣٠ ټپيان او درې مړي ور وړل شوي، چې ټول ملکي وګړي ښکاري.

د هغه په وينا، په ټپيانو کې د ډېرو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر نور هم ډېر شي.

په خوست کې د رحمان بابا په نوم د يوه شخصي روغتون مسوولين وايي، چې دوى ته هم ١٥ ټپيان او شپږ مړي ور وړل شوي دي.

دغه راز د متون بابا په نوم د يوه بل شخصي روغتون مسوولين هم وايي، چې دوى ته له يادې پېښې ١٦ ټپيان ور وړل شوي دي.

د خوست امنيه قوماندانۍ يوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن سهار شاوخوا ٩ بجې د خوست ښار په زړه د ولايت مقام په سل مترۍ کې شوى دى.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د خوست د چټک غبرګون قطعې قوماندان سمونمل مبارک شاه او يو شمېر امريکايي سرتېري هم وژل شوي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوست په پېښه کې د دوى درې سرتېري او يو افغان ژباړن وژل شوى دى.

ايساف په خبرپاڼه کې د وژل شوو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو په خوست کې امريکايي سرتېري مېشت دي.

خو د خوست ولايت مقام په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې پېښه کې ١٠ تنه وژل شوي، چې شپږ ملکيان او څلور پوليس دي او ٣٧ تنه ټپيان شوي، چې درې په کې پوليس دي او نور ټول ملکي خلک دي.

د سرچينې په وينا، په دې پېښه کې د خوست د چټک غبرګون قطعې قوماندان هم وژل شوى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د خوست ولايت ودانۍ ته نږدې د بهرنيو او افغان ځواکونو پر کاروان د دوى يوه کس ځانمرګى بريد کړى دى.

د هغه په وينا، دغه بريد د شعيب کندوزي په نوم يوه کس ترسره کړى، چې اته امريکايي سرتېري، يو ژباړن، د خوست د چټک غبرګون قطعې قوماندان او شپږ پوليس وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړې، چې له بريد وروسته بهرنيو سرتېرو پر ملکي خلکو ډزې کړې، دوه تنه يې وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

د يادونې وړ ده چې له دې مخکې هم په خوست ښار او ښار ته نږدې دسالارنو پر هوايي ډګر هم ځانمرګي بريدونه شوي چې ډېرى قربانيان يې عام وګړي وو .

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version