ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د مېله ځايونو د پاکولو حشر پيل شو

10 Mar 2013 - 19:39
10 Mar 2013 - 19:39

هرات ښار (پژواک، ٢٠ کب ٩١): د هرات د سرې مياشتې او عامې روغتيا رياستونو په نوښت د دې ښار د ټولو مېله ځايونو د پاکولو حشر پيل شو.

د عامې روغتيا رييس ډاکټر غلام سعيد راشد په دې اړه خبري غونډې ته وويل، د هرات ښار د نهو مېله ځايونو د پاکولو حشر د ګڼو رضاکارانو له لوري نن پيل شو، چې د کب تر ٢٩مې به دوام وکړي.

هرات ښار ۹ ميله ځايونه لری چې ملت بڼ، شيدايي بڼ، پښتون پول، سفر تخت او کرخ يې تر ټولو مشهور دي.

راشد له ټولو ښاريانو وغوښتل، چې د خپل چاپېريال د پاک ساتلو په موخه دې په دغه ملي پروګرام کې برخه واخلي.

دغه راز د هرات د سرې مياشتې رييس وويل، چې د خپلو سلګونو افتخاري همکارانو په مرسته به په ياد شوي حشر کې ګډون وکړي.

ده هيله وښوده، چې دا پروګرام به د ښاروالۍ په ګډون له ټولو نورو حکومتي او غير حکومتي موسساتو سره په ګډه ښه په مخ لاړ شي.

د سرې مياشتې يوه افتخاري کارکوونکي علي جان پژواک ته وويل: “دغه ډېر ښه کار دی، ځکه موږ بايد دې ته انتظار ونه باسو چې حکومت د ښار د پاکوالي کار راته وکړي، بلکې ښار زموږ ګډ کور دى او په ګډه به يې پالنه کوو.”

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version