کابل (پژواک ٢١ کب ٩١): ولسي جرګه نن يو ځل بيا د لومړي نايب او منشي په ټاکلو بريالۍ نه شوه، خو د هرات استازى صالح محمد سلجوقي يې د دويم نايب په توګه وټاکه.
په تېرو دوو ورځو کې د دويم نايب څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د بلخ استازي احمدشاه رمضان، د هلمند استازي نعمت الله غفاري، د بدخشان استازي امان الله پيمان او د دايکنډي استازي اسدالله سعادتي، د لوګر استازې شکيلا هاشمي، د باميانو استازي عبدالرحمان شيداني، د هرات استازې ناهيد فريد او د غزني استازي محمدعارف رحماني ځانونه کانديد کړل، خو يوه هم دغه څوکۍ ترلاسه نه شوه کړاى.
نن د دې څوکۍ لپاره د غزني استازي محمدعارف شاه جهان، د پکتيا استازي ګل بادشاه مجيدي او د هرات استازي صالح محمد سلجوقي ځانونه ونومول.
د ټاکنو په پايله کې سلجوقي د ١٠٨ موافقو رايو په ترلاسه کولو سره د دويم نايب په توګه وټاکل شو.
نن په ولسي جرګه کې له حاضرو ٢١٣ تنو څخه بايد هر کانديد د برياليتوب لپاره ١٠٧ موافقې رايې ترلاسه کړې واى، خو د سلجوقي سيالانو شاه جهان ٤١ او مجيدي ٣٩ موافقې رايې لرلې.
له تېرو دوو ورځو راهيسې د لومړي نايب څوکۍ ته د ننګرهار استازو عبدالظاهر قدير او ميرويس ياسيني، د کابل استازو عبدالحفيظ منصور او عبيدالله کليمزي او د کندهار استازي عبدالرحيم ايوبي ځانونه نوماند کړي وو، خو يو هم بريالى نه شو.
نن د دې څوکۍ لپاره د کندهار استازي خالد پښتون، د کونړ استازې وږمې ساپۍ، د لوګر استازي محمداکبر ستانکزي او د غور استازې سيما جوينده ځانونه کانديد کړل.
له يادو کسانو پښتون ٣٨، ساپۍ ٥٧، ستانکزي ٣٧ او جوينده ٣٤ موافقې رايې ترلاسه کړې او يو هم د جرګې د حاضرو غړو د پنځوس جمع يو رايو په ترلاسه کولو بريالي نه شول.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې سبا به د پښتون او ساپۍ تر منځ د دې څوکۍ لپاره بيا سيالۍ وشي، ځکه چې د دوو کسانو رايې له نورو کانديدانو ډېرې دي.
په تېرو دوو ورځو کې د منشي د څوکۍ لپاره د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال، د پروان د خلکو استازي عبدالستار خواصي، د کندوز استازي شايسته باز ناصري او د کابل استازي داوود کلکاني ځانونه کانديد کړل، خو بريالي نه شول.
نن د دې څوکۍ لپاره د زابل استازې زهرا توخي زابلۍ، د ننګرهار استازي سيداکرام او د نيمروز استازې فرشتې اميني ځانونه کانديد کړل.
له دغو کسانو زهرا ٤٠ ، سيداکرام ٩٣ او فرشتې ٣٧ موافقې رايې ترلاسه کړې.
ټاکل شوې، چې سبا د دې څوکۍ لپاره د سيداکرام او زهرا تر منځ بيا سيالي وشي، ځکه چې په يادو کسانو کې د دغو دواړو رايې ډېرې دي.
د يادونې ده، عرفان الله عرفان تېره ورځ بريالى شو او د ١١٠ موافقو رايو په ترلاسه کولو د نايب منشي په توګه وټاکل شي.
د ولسي جرګې روانه يو کلنه دوره تېره چارشنبې پيل شوه.
د اساسي قانون د ٨٧مې مادې له مخې، د ملي شورا له دواړو جرګو هره يوه يې د كار د دورې په پيل كې له خپلو غړو څخه يو تن د يوې تقنينې دورې لپاره د رييس په توګه ټاکي.
دغه راز د دې مادې له مخې، دغه جرګه، دوه تنه د لومړي او دويم نايب او دوه تنه د منشي او د منشي د نايب په توګه، د يوكال لپاره انتخابوي.
دغه کسان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اداري پلاوي جوړوي.
په تېره يو کلنه دوره کې حاجي ظاهر قدير د لومړي نايب، نعمت الله غفاري د دويم نايب، خواصي د منشي او فرهاد عظيمي د نايب منشي په توګه دنده ترسره کوله.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن