کابل ( پژواک ٢٢کب ٩١): ولسي جرګه د اداري پلاوي د ټاکلو په څلورمه ورځ بريالۍ شوه ، چې د ننګرهار استازي ميرويس ياسيني د لومړي مرستيال او سيد اکرام د منشي په توګه وټاکي.
د ولسي جرګې د اداري پلاوې ټاکنې د تېرې شنبې په ورځ پيل شوې.
د يکشنبې په ورځ د کابل استازى عرفان الله عرفان د نايب منشي او تېره ورځ د هرات استازى محمدصالح سلجوقي د دويم مرستيال په توګه وټاکل شول.
په تېرو څو ورځو کې يو شمېر کسانو د مرستيالۍ ، منشي او نايب منشي څوکيو ته ځانونه کانديد کړل ، خو بريالي نه شول.
د لومړي نايب څوکۍ ته د ميرويس ياسيني تر څنګ د ننګرهار استازي عبدالظاهر قدير ، د کابل استازو عبدالحفيظ منصور او عبيدالله کليمزي او د کندهار استازي عبدالرحيم ايوبي ،د کندهار استازي خالد پښتون، د کونړ استازې وږمې ساپۍ، د لوګر استازي محمداکبر ستانکزي او د غور استازې سيما جوينده ځانونه کانديد کړي و.
د ولسي جرګې رييس په نننۍ غونډه کې وويل ، چې د لومړي نايب د څوکۍ لپاره درې ځلې ټاکنې وشوې، خو له يادو کسانو يو هم بريالى نشو .
هغه زياته کړه ، چې د دې جرګې د داخلي دندو داصولو له مخې ، په يادو کانديدانو کې ميرويس ياسيني او عبيدالله کلميزي تر ټولو ډيرې راېې لرې، نو ځکه بايد د دې دواړو تر منځ بيا ټاکنې وشي .
د نننيو ټاکنو په پايله کې ميرويس ياسيني ١٢٩ او کلميزي ٧٨ موافقې رايې ترلاسه کړې او ميرويس ياسيني ګټوونکى اعلان شو .
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ٢١٩تنه حاضر و او بريالي کانديد بايد لږ تر لږه ١١٠ رايې خپلې کړې واى.
د لومړي نايب د څوکۍ لپاره ٤سپېنې او ٨ باطلې رايې هم کارول شوې وې.
په تېرو درېيو ورځو کې د منشي د څوکۍ لپاره د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال، د پروان د خلکو استازي عبدالستار خواصي، د کندوز استازي شايسته باز ناصري او د کابل استازي داوود کلکاني ، د زابل استازې زهرا توخي زابلۍ، د ننګرهار استازي سيداکرام او د نيمروز استازې فرشتې اميني ځانونه کانديد کړي و ، خو بريالي نه شول .
د يادې جرګې د اصولو له مخې، نن بيا د سيداکرام او داوود کلکاني ترمنځ ټاکنې وشوې ، چې په پايله کې يې سيداکرام د ١١٣ رايو په ترلاسه کولو سره ګټوونکى اعلان شو .
کلکاني ٨٨ موافقى رايې ترلاسه کړې وې او ددې څوکۍ لپاره ١٠ سپېنې او پنځه باطلې رايې هم کارول شوې وې .
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وويل ، چې سبا به د جرګې غړي د کمېسيونونو د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره ټاکنې وکړي .
د ولسي جرګې روانه يو کلنه دوره تېره چارشنبې پيل شوه.
د اساسي قانون د ٨٧مې مادې له مخې، د ملي شورا له دواړو جرګو هره يوه يې د كار د دورې په پيل كې له خپلو غړو څخه يو تن د يوې تقنينې دورې لپاره د رييس په توګه ټاکي.
دغه راز د دې مادې له مخې، دغه جرګه، دوه تنه د لومړي او دويم نايب او دوه تنه د منشي او د منشي د نايب په توګه، د يوه كال لپاره انتخابوي.
دغه کسان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اداري پلاوي جوړوي.
په تېره يو کلنه دوره کې حاجي ظاهر قدير د لومړي نايب، نعمت الله غفاري د دويم نايب، خواصي د منشي او فرهاد عظيمي د نايب منشي په توګه دنده ترسره کوله.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن