کابل (پژواک ٢٦ کب ۹۱) : په انټر کانټنينټال کپ سياليو کې سکاټلينډ ته له پنځو پرله پسې ماتو ورکولو وروسته ملي لوبډله نن مازيګر ناوخته کابل ته راورسېده.
د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د ملي لوبـډلې هرکلي ته د محیط زیست رییس شهزاد مصطفی ظاهر ، د کرکټ بورډ رییس سلاکار وزیر شهزاده مسعود، اجرايیوی رییس ډاکټر نور محمد مراد، لوړ پوړي دولتي چارواکي، د بورډ نور چارواکي او لسګونه مينه وال راغلي وو.
راغلو ځوانانو په ډول او اتڼونو سره يې د ملي لوبډلې هرکلى وکړ او د ملي لوبډلې په وياړ يې شعارونه ورکول.
د کرکټ د ملي لوبـډلې کپتان محمد نبي عيسى خېل له ګټلي کپ سره د کابل د نړيوال هوايي ډګر له ترمينل څخه را ووت .
هغه په هوايي ډګر کې پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل ، چې له يوه ځنډه وروسته ملي لوبـډلې وکولى شول، چې په ډک لاس هېواد ته ستنه شي.
نوموړي زياته کړه ، چې ملي لوبډلې د کرکټ په ټولو برخو شل اووريز، يو ورځنۍ او څلور ورځنۍ لوبو کې سکاټلينډ ته سخته ماتې ورکړه.
نبي عيسى خېل وويل، چې د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو ښه لوبه وکړه، خو هغه په ځانګړې توګه د نوروز منګل ، عزت الله دولتزي، سميع الله شينواري، دولت ځدراڼ شهزاد محمدي او نوي لوبغاړي رحمت شاه زرمتي ستاينه وکړه.
دغه راز نوموړي زياته کړه، چې ددوى په بريا کې د هېواد والو دعاګانو هم مهم رول درلود.
هغه په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو افغانانو مننه وکړه، چې په هره لوبه کې يې ددوى د تشويق لپاره لوبغالو ته راتلل.
د کرکټ بورډ لوى ريس سلاکار وزير شهزاده مسعود پژواک اژانس ته وويل ، سره له دې چې افغانان ډېرې اسانتياوې نه لري، خو بيا هم ملي لوبغاړو په کمو امکاناتو د سکاټلينډ په څېر پياوړې لوبډلې ته لويه ماتې ورکړه.
هغه زياته کړه ، چې دافغانستان کرکټ بورډ غواړي د هېواد دننه او له هېواد بهر ملي لوبغاړو ته ښې اسانتياوې برابرې کړي.
افغانستان د ٢٠١٠ او د ٢٠١١ کلونو لپاره د انټرکانټنينټال سياليو اتلولي خپله کړې وه او دغه ځل يې تر اوسه څلور لوبې کړې دي، دوه يې ګټلي او دوه يې مساوي شوې دي.
په دغو سياليو کې ايرلينډ، سکاټلينډ، افغانستان، نميبيا، متحده عربي امارات، هالنډ، کينيا او کاناډا برخه اخيستې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن