ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډله ووياړل شوه

17 Mar 2013 - 15:33
17 Mar 2013 - 15:33

کابل (پژواک ٢٧ کب ٩١): د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د اتصالاتو مخابراتي شرکت په همکارۍ د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې په وياړ تېره شپه غونډه وشوه او لوبغاړي په ډاليو او جايزو ووياړل شول.

له دې مخکې ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې سکاټلينډ لوبډلې ته په څلور ورځنۍ، يو ورځنيو او شل اووريزو پنځو پر له پسې لوبو کې تر ماتې وروسته پرون ماز يګر ناوخته د کابل نړيوال هوايي ډګر ته را ورسېده، چې  د کرکټ بورډ د چارواکو ترڅنګ د چاپېريال ساتنې د ادارې مشر شهزاده مصطفى ظاهر او د کرکټ مينه والو له خوا ورته تود هرکلى وويل شو.

د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو په وياړ جوړه شوې غونډه کې سلاکار وزير او د کرکټ بورډ لوى رييس شهزاده مسعود، د سوداګرۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي، د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزير اميرزي سنګين، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال غلام نبي فراهي، د هرات پخواني والي يوسف نورستاني، د ولسي جرګې وکيلانو، د ملي راډيو تلوېزيون رييس زرين انځور  د افغانستان کرکټ بورډ اجرایيوی رییس ډاکټر نور محمد مراد او نورو کسانو برخه اخيستې وه.

د کرکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود له سکاټلينډ سره د افغانستان پر وروستيو لوبو او برياوو رڼا واچوله او ويې ويل، چې افغانستان د کرکټ په درې واړو برخو کې دغه هېواد ته سخته ماتې ورکړه.

هغه زياته کړه، چې د دغو سياليو يو ورځنۍ لوبې ډېرې مهمې وې؛ ځکه چې د دې لوبو په ګټلو سره د ٢٠١٥ کال په نړيوال جام کې د افغانستان لار موندنې ته چانس ډېر شو.

شهزاده مسعود وويل، چې افغانستان له کينيا او نميبيا سره په روان کال کې سيالۍ لري او که هغه لوبې يې وګټلې، نو نېغ په نېغه به نړيوال جام ته لاره پيدا کړي.

هغه وايي، چې افغان لوبغاړي ښه استعدادونه لري، نه يواځې په اسيايي کچه، بلکې په نړيواله کچه يې برياوې او اتلولۍ خپلې کړي او د هېواد ملي بيرغ يې په نړيوالو لوبغالو کې رپولى دى.

د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي د غونډې ګډونوالو ته د وينا پر مهال لوبغاړو او ټولو هېوادوالو ته د وروستيو برياوو مبارکي ورکړه او زياته يې کړه، چې دا بريا او خوښي يواځې د لوبغاړو لپاره نه ، بلکې د ټولو هېوادوالو لپاره ده.

هغه زياته کړه : ((موږ ستاسو د برياليتوبونو شکرانه، نه ده ادا کړې، خو تاسو وکولى شول، چې په سختو شرايطو کې هېواد ته برياوې او اتلولۍ راوړئ.))

احدي وويل، چې د کرکټ لوبې نه يواځې هېوادوالو ته خوښۍ ورپه برخه کوي، بلکې ملي يووالى يې هم رامنځته کړى دى.

د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزير اميرزي سنګين هم لوبغاړو او هېوادوالو ته مبارکي ورکړه او ويې ويل، چې د کرکټ د پرله پسې برياوو له امله په ټول هېواد کې د دې لوبې مينه وال پيدا شوي دي.

د نوموړي په وينا، چې وزارت او اړوند مخابراتي شرکتونه به له کرکټ بورډ سره خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال فراهي، د ولسي جرګې وکيل کامه وال او اسماعيل يون هم غونډې ته ويناوې وکړې او د ملي لوبډلې برياوې يې وستايلې.

د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عيسى خېل له اړوندو مسوولينو مننه وکړه،  چې تل يې دوى نازولي او تقدير کړي دي.

هغه زياته کړې ،چې له دې کار سره د لوبغاړو حوصله لوړيږي او په راتلونکو سياليو کې نوره هم ښه لوبه کوي.

د غونډې په پاى کې د ملي راډيو تلوېزيون د ممثلينو له خوا د کرکټ په اړه يوه په زړه پورې تمثيلي ټوټه وړاندې شوه او تر هغه وروسته د افغانستان کرکټ بورډ او اتصالاتو مخابراتي شرکت له لوري لوبغاړو ته جايزې او ډالۍ ورکړل شوې.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version