ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زاخېلوال: کرکټ په هېواد کې د سولې راتلو لامل کېداى شي

8 Apr 2012 - 11:38
8 Apr 2012 - 11:38

کابل (پژواک ٢٠ ورى ٩١): د ماليې وزير او دکرکټ بورډ مشر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وايي، چې لوبې او په ځانګړې توګه کرکټ کېداى شي په هېواد کې د سولې لامل شي.

هغه دغه څرګندونې تېره شپه په کابل کې د هېواد دکرکټ ملي لوبډلې په وياړ د جوړې شوې غونډې پر مهال وکړې،چې د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي مرسته جوړه شوې وه.

د کرکټ ملي لوبډلې تېره اونۍ په متحده عربي اماراتو کې د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې برخه واخيسته او نړيوال جام ته يې لاره پيدا کړه، دغه راز ملي لوبډلې د لويو وچو سيالۍ په لړ کې هالنډ ته هم په څلور ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.

د کرکټ د ملي لوبډلې او ١٦ کلنو تنکيو ځوانانو لوبډلې په وياړ په جوړه شوې غونډه کې د ماليې وزير او د کرکټ بورډ مشر زاخېلوال، سلاکار وزير او د کرکټ بورډ مرستيال شهزاده مسعود، د ملي شورا غړو، د کرکټ بورډ مسوولينو، لوبغاړو او مينه والو برخه اخيستې وه.

د ماليې وزير زاخېلوال د ملي لوبډلې او ١٦ کلنو تنکيو ځوانانو د وروستيو لاسته راوړنو او اتلوليو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې ټول هېوادوال پر خپلو لوبغاړو وياړي.

هغه په هېواد کې د کرکټ لوبې د شهرت لامل دا په ګوته کړ، چې د هر قوم، هرې ژبې، نارينه، ښځې، ځوانان او سپين ږيري له دې لوبې سره ځانګړې مينه لري او له هرې بريا سره د دې لوبې مينه وال زياتېږي.

نوموړي زياته کړه: ((دا يوه لوبه، يا يوه بريا نه ده، بلکې له دې سره نور شيان نغښتي دي، د افغانانو د کلک عزم، يووالي او اتفاق ښه نمونه ده.))

  زاخېلوال وويل، چې افغان لوبغاړو په کمو امکاناتو، په لږ وخت او نسبي ارامۍ کې دومره پرمختګ کړى ، که چېرې دوى ته امکانات زيات او په هېواد کې بشپړه سوله رامنځته شي، نو د نړۍ پياوړو لوبډلو ته به ماتې ورکړي.

هغه دکرکټ د لوبډلو وروستيو پرمختګونو ته په اشارې سره وويل، چې دى د هغو خلکو ادعاوې ردوي، چې ګواکې په افغانستان کې پرمختګ نه دى شوى.

د ماليې وزير وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ يو ورځنۍ نړيوالې لوبې ته نړيوالو رسنيو دومره پام اړولى و، چې په هېواد کې هېڅ موضوع ته تر اوسه نه دى اړول شوى.

 زاخېلوال زياتوي، چې لوبې او په ځانګړې توګه کرکټ کولى شي په هېواد کې د سولې لامل شي.

د هغه په وينا، د دولت وسلوال مخالفين هم له دې لوبې سره مينه لري، ځوانان د دې پر ځاى چې ورانکاريو او نشه يي توکو ته لېوال شي، د کرکټ په لوبې يې ځانونه بوخت ساتلي دي.

د کرکټ بورډ مرستيال او سلاکار وزير شهزاده مسعود بيا د تنکيو ځوانانو د لوبډلې اتلولۍ ته په اشارې سره وويل، چې دوى هم په نشت امکاناتو د نړۍ د پياوړو هېوادونو لوبډلو ته ماتې ورکړه.

هغه زياته کړه، چې دغو ځوانانو د چين په څېر هېواد د کرکټ لوبډله يواځې په نهو منډو وسوځوله، چې نړيوال ريکارډ دى.

د تنکيو ١٦ کلنو ځوانانو لوبډلې تېره مياشت په ماليزيا کې د اسيايي هېوادونو اتلولي خپله کړې وه.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستيال غلام نبي فراهي وويل، چې د کرکټ د لوبډلو برياوې او اتلولۍ د هېوادوالو غمونه له ياده باسي او هغوى ته خوښۍ وربښي.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس نسيم الله دانش پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د شل اووريز نړيوال جام لپاره، چې ټاکل شوې شپږ مياشتې وروسته په سريلانکا کې ترسره شي، د يوه پلان له مخې ګډون کوي.

هغه زياته کړه، چې دوى به د دغو سياليو لپاره بشپړه تياري نيسي، په هېواد کې دننه او له هېواده بهر به لوبغاړو لپاره د تمريناتو او روزنې اسانتياوې برابروي.

دانش وايي: ((موږ په د بريا په روحيه په نړيوال جام کې ګډون کوو.))

د دې غونډې په پاى کې د اتصالاتو مخابراتو شرکت له خوا برابرې شوې ډالۍ لوبغاړو ته ورکړل شوې، دغه راز د شمس لندن اکاډمۍ له خوا د کرکټ لوبغاړو ته په بهر کې د لوړو زده کړو لپاره ١٦ سکالرشپونه اعلان شول.

د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز خان منګل له پژواک ژانس سره د خبرو پر مهال له کرکټ بورډ، اتصالاتو شرکت او نورو مننه وکړه، چې د دوى په وياړ يې غونډه جوړه کړه.

هغه زياته کړه، چې د لوبغاړو نازول او تشويقول د هغوى پر روحيې او لوبې ډېره ښه اغېزه کوي او په راتلونکې کې د نورې ښې لوبې هڅه کوي.

منګل وويل: ((زموږ په برياوو کې ټول هېوادوال شريک دي؛ ځکه د دوى له دعاوو پرته موږ بريا نه شو ترلاسه کولى.))

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version