ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډله په تحفو او جايزو ونازول شوه

9 Apr 2013 - 12:07
9 Apr 2013 - 12:07

کابل ( پژواک ٢٠ ورى ٩٢ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، چې په نيپال کې يې د اسيايي شل اووريزو سياليو اتلولي خپله کړه، تېره شپه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې يې په وياړ غونډه وشوه، په تحفو او جايزو ونازول شوه.

د کرکټ ملي لوبډله پرون سهار له نيپال څخه هېواد ته راستنه شوه، چې د کابل په  نړيوال هوايي ډګر کې د ملي لوبډلې هرکلي ته د کرکټ بورډ لوى رييس او سلاکار وزير شهزاده مسعود، اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد، د کرکټ بورډ نور چارواکي، د ولسي جرګې وکيلان او د کرکټ يو شمېر مينه وال راغلي وو.

پرون ماخوستن د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د اتصالاتو مخابراتي شرکت په مرسته د ملي لوبډلې په وياړ غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د کابينې وزيرانو‌، د ملي شورا غړو، لوړ پوړو دولتي چارواکو ، ملي سوداګرو د کرکټ بورډ مشرانو ، ملي لوبغاړو او د رسنيو استازو برخه اخيستې وه.

سلاکار وزير او د کرکټ بورډ لوى رييس شهزاده مسعود غونډې ته پرانيستونکې وينا وکړه او د افغانستان د کرکـټ د وروستيو لاسته راوړنو په اړه يې رڼا واچوله.

هغه زياته کړه، چې ملي لوبډلې په تېره يوه مياشت کې دوه اتلولۍ راوړې او د هېواد ملي بيرغ يې په نړيوالو لوبغالو کې  ورپاوه.

نوموړي وويل، چې کرکټ په افغانستان کې ډېر پرمختګ کړى او په هېواد کې اوس مهال ٢٨٠ زره د کرکټ لوبغاړي راجستر شوي دي.

د کرکټ بورډ لوى رييس زياته کړه ، چې کورني کرکټ ته هم ډېره پاملرنه کوي او د نورو ولايتي سياليو ترڅنګ به په نږدې راتلونکي کې د باباى ملت تر نامه لاندې ولايتي سيالۍ پيل شي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار غونډې ته پخپله وينا کې د ملي لوبډلې په وروستيو برياوو د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ وويل، چې که څه هم کرکټ په افغانستان کې ډېره سابقه نه لري، خو لوبغاړو پخپل زحمت سره دا لوبه نه يواځې په هېواد کې مشهوره کړه، بلکې په نړيواله کچه يې لويې لاسته راوړنې درلودې او اتلولۍ يې خپلې کړې.

د ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال  وويل ، چې افغان لوبغاړو څلور ځله پرله پسې د اسيا شل اووريز جام وګاټه ، چې دا کار تصادفي نه وي، بلکې افغان لوبغاړو پخپلو وړتياوو دا اتلولۍ خپلې کړې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکټر سيد مخدوم رهين وويل ، چې د نورو هېوادونو د کرکټ لوبډلې ډېرې اسانتياوې لري او که هغوى برياوې لري، نو دا طبعي خبره ده، خو افغانان  په تش لاس او کمو امکاناتو اتلولۍ راوړي ،  چې دا له دې لوبې سره ددوى مينه او عشق څرګندوي.

د اتصالاتو مخابراتي شرکت استازي مصطفى يونس وويل، چې دوى به د افغانستان کرکټ سره خپلو مرستو او همکاريو ته ادامه ورکوي.

دغه راز د مخابراتو وزير اميرزي سنګين، د ولسمشر سلاکار پوهنوال نصرالله ستانکزي، د ولسي جرګې وکيل شريف الله کامه وال هم ويناوې وکړې او د کرکټ د ملي لوبډلې وروستۍ لاسته راوړنې يې وستايلې.

د دې غونډې په پاى کې د افغانستان کرکټ بورډ، اتصالاتو مخابراتي شرکت او ځينو نورو ادارو او ملي سوداګرو له خوا برابرې شوې تحفې او جايزې ملي لوبغاړو ته ورکړل شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى په پلان کې لري ، چې د ملي لوبډلې لپاره په هېواد کې دننه او له هېواده بهر تمريناتي او روزنيز پروګرامونه په لاره واچوي، څو دوى وکولى شي په راتلونکو نړيوالو سياليو کې هم ښه وځليـږي. 

د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عيسى خېل د کرکټ بورډ، د اتصالاتو مخابراتي شرکت ، د کابينې وزيرانو او له وکيلانو څخه مننه وکړه، چې ددوى په وياړ جوړه شوې غونډه کې يې ګډون وکړ.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version