جلال اباد (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٠): د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د پښتونخوا او افغانستان د کرکټ لوبډلو تر منځ لوبه پيل شوه.
دا د هېواد په تاريخ کې لومړى ځل دى، چې يوه بهرنۍ لوبډله د کرکټ لوبې لپاره افغانستان ته راغلې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو د څانګې يوه غړي نصرت الله وفا د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا د پنځوسو اورونو لوبه ده، چې نن سهار پر لس بجې پيل شوه.
هغه زياته کړه، چې د دې لوبې نندارې ته د ننګرهار له بېلابېلو سيمو مينه وال د غازي امان الله د ښار ګوټي لوبغالي ته راغلي دي.
وفا وايي، چې پاکستانۍ لوبډله به د افغان کرکټ بورډ له لوبدلې سره پنځه دوستانه لوبې ترسره کړي.
له دې مخکې تېره ورځ ماښام مهال په جلال اباد ښار کې د دواړو لوبډلو په وياړ يوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د کرکټ بورډ د مسوولينو ترڅنګ د ننګرهار چارواکو هم برخه اخيستې وه.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجراييه رييس نسيم الله دانش پژواک اژانس ته وويل، چې له دغو لوبو څخه موخه د فبروري په ١٠مه په دوبۍ کې د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو تر منځ سياليو ته چمتووالى نيول دي.
سلاکار وزير او د کرکټ بورډ مرستيال شهزاده مسعود وويل، چې د لومړي ځل لپاره د هېواد دننه يوه پاکستانۍ لوبډله له افغان لوبډلې سره سيالۍ ترسره کوي.
مسعود زياته کړه،چې دافغانستان ملي او ځوانانو لوبډلې د پاکستان له هوا او موسم سره ښه بلدتيا لري.
د نوموړي په وينا، دا يو ښه پرمختګ دى، چې پاکستانۍ لوبډله هم د افغانستان له هوا سره اشنايي پيدا کړي.
شهزاده مسعود زياته کړه:((ورزش کاران د سولې سفيران دي، دغه لوبې د دواړو هېوادونو د خلکو او حکومتونو په خير دي.))
د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال مېلمنې لوبډلې ته د ښه راغلاست پر مهال وويل، چې د خيبر پښتونخوا او افغان لوبډلو دواړو بريا د افغانستان بريا ده.
د خيبر پښتونخوا د کرکټ لوبډلې مدير ملک طهماس وويل، ډېر خوښ دى، چې لوبډلې يې هغه وياړ ترلاسه کړ، چې تر ټولو لومړى افغانستان ته راغله.
نوموړي زياته کړه: ((ماته د افغانستان او پېښور په لوبډلو کې توپير نه ښکاري، دواړه خپلې لوبډلې ګڼم.))
د دواړو لوبډلو مشرانو او کرکټ بورډ له ننګرهار والي ګل اغا شېرزي څخه مننه وکړه، چې د لوبې د ښه ترسراوي لپاره يې ډېره مرسته کړې او بشپړ امنيتي پلان يې ترتيب کړى دى.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن