ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د فوټبال او کرکټ ملي لوبغاړي پر ډاليو او جايزو و وياړل شول

15 Dec 2011 - 12:54
15 Dec 2011 - 12:54

کابل (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٠): د افغانستان د کرکټ او فوټبال د ملي لوبډلو لوبغاړي د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پر ډالۍ او جايزو و وياړل شول.

په دې اړه تېره شپه په انټرکانټينينټال هوټل کې د افغانستان د کرکټ بورډ، د اتصالاتو مخابراتي شرکت او يو شمېر نورو شرکتونو په مرسته او همکارۍ غونډه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کرکټ او فوټبال د ملي لوبډلو د لوبغاړو ترڅنګ د ماليې وزير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال، د پوهنې وزير ډاکتر فاروق وردګ، سلاکار وزير شهزاده مسعود، د اروزګان، هلمند او پنجشېر ولايتونو واليانو، د ملي شورا غړو، د کرکټ بورډ او اتصالاتو شبکې مسوولينو، رسنيو او مينه والو ګډون کړى وو.

د ماليې وزير او د کرکټ بورډ عمومي مشر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال غونډې ته په خپلې وينا کې د کرکټ او فوټبال د وروستيو برياوو، لوبغاړو او ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړه.

هغه په ځانګړې توګه د کرکټ د ملي لوبډلې وروستۍ اتلولي وستايله او ويې ويل، چې دى او ولسمشر حامد کرزي خپلې بوختياوې پرېښودې او په هغه ورځ د کرکټ د پاى لوبې نندارې ته ناست وو.

د ماليې وزير وويل، چې په نيپال کې د اتلولۍ له ترلاسه کولو سره سم ده او ولسمشر حامد کرزي ملي لوبډلې ته ټيلېفون وکړ او هغوى ته يې مبارکي ورکړه.

د پوهنې وزير ډاکتر فاروق وردګ ځوانان لوبو ته وهڅول او زياته يې کړه، چې لوبې نه يواځې د روغتيا لپاره ګټه رسوي، بلکې سالمه ټولنه هم رامنځته کوي.

سلاکار وزير او د کرکټ بورډ مرستيال شهزاده مسعود پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرکټ لوبغاړو د نورو لوبو د لوبغاړو ترڅنګ تل هېوادوالو ته خوښۍ ور په برخه کړې دي.

هغه زياته کړه، چې وړمه ورځ په هوايي ډګر او نن په دغه پروګرام کې د هرې لوبې او هرې  ټولنې خلک راغلي، چې دا د ملي يووالي ثبوت دى.

د کرکت بورډ اجراييوي رييس نسيم الله دانش پژواک اژانس ته وويل، چې دوى به په راتلونکي کې هم هڅه کوي، چې د کرکت لوبغاړو ته د لوبې او تمريناتو ښې زمينې برابرې کړي.

نوموړي لوبغاړو ته د تشويق او وياړنې دغه پروګرام کم وباله او زياته يې کړه، چې دوى د ډېرې هڅونې او نازونې ته اړتيا لري.

د دغه پروګرام په پاى کې د کرکټ او فوټبال ملي لوبډلو لوبغاړو لپاره چمتو شوې ډالۍ او جايزې د اړوند مسوولينو له خوا ووېشل شول.

د الکوزي ګروپ له خوا د فوټبال لوبډلې له هر لوبغاړي سره د پنځوس زره افغانيو جايزه اعلان شوه.

د يادونې ده، چې ولسمشر هم له دې مخکې د کرکټ او فوټبال لوبغاړو لپاره د سل زره افغانيو انعامونو اعلان کړى دى.

د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروزخان منګل د حکومت، کرکټ بورډ، اتصالاتو شبکې او نورو هغو خلکو او شرکتونو، چې په دغه پروګرام کې يې ونډه اخيستې وه، د زړه له کومې مننه وکړه.

هغه زياته کړه: ((موږ به په راتلونکي کې هم هڅه کوو، چې په نړيوالو سياليو کې اتلولۍ خپلې،  د هېواد ملي بيرغ ورپوو او خپلو هېوادوالو ته خوښۍ ور په برخه کړو.))

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version