کابل ( پژواک ٢٩ کب ٩١ ) : د افغانستان د نجومو د څېړنيز انسټيټيوټ مشر وړاندوينه کوي ،چې راتلونکى کال به د افغانانو لپاره له خوښيو ډک وي، اقتصادبه يې ښه او ستونزې به يې کمې شي.
د افغانستان د علومو ا کاډمۍ د نجومو د څېړنيز انسټيټيوټ رييس ډاکټر مسلم جمال دغه څرګندونې د کب په ٢٩مه، له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.
په افغانستان کې نوى لمريز کال د وري په لومړۍ نېټه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ نمانځل کېږي.
ډاکټر مسلم جمال وړاندوينه کوي، چې د ١٣٩٢ لمريز کال به د ټولې نړۍ مسلمانانو او په ځانګړې توګه افغانانو ته د خوښۍ او سوکالۍ کال وي.
هغه زياته کړه ، چې دا کال د (احد او محمد) په نومونو هم ياديږي، ځکه چې دده په وينا، دابجد د حساب له مخې، احد ١٣ او محمد ٩٢ کېږي او دواړه چې سره يو ځاى کړې ،نو ١٣٩٢ کېږي.
د نوموړي په وينا، په دې کال کې به په نړۍ کې ډېر خلک داسلام مبارک دين قبول کړي او په نړۍ کې به د مسلمانانو ستونزې راکمې شي .
ډاکټر مسلم دغه راز وويل ، چې دا کال د (مار) په نوم هم يادېږي، او مار د کاميابۍ کال وي، ځکه نو په افغانستان کې به برياليتوبونه ترلاسه کېږي او د خلکو ستونزې به کمې شي .
هغه له خلکو وغوښتل ، چې د نوي کال پر مهال د نوي کال په اړه دعاګانې وکړي.
خو د هېواد بل ستورى پېژندونکى انجنير عبدالله کندهار بيا وايي ، چې دا د ډاکټر مسلم خپل نظر دى او وړاندوينه کوي، چې راتلونکى کال به هم د اوسني کال په څېر له امنيتي ستونزو ډک وي.
نوموړي زياته کړه، چې نوى کال به کړکېچن او له بحرانونو څخه ډک وي او د راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو لپاره به کمپاينونه په کې ترسره شي .
د هغه په وينا، ددې کمپاينونو په ترڅ کې به يو داسې لاسپوڅى او کمزورى حکومت رامنځته شي ، چې خلک به پر کرزي شکر اوباسي.
انجنير عبدالله کندهاري دغه راز وړاندوينه وکړه، چې د ١٣٩٢ لمريز کال پر مهال به خلک د درېيو لمر تندر او يو سپوږمۍ تندر شاهد وي.
نوموړي دغه راز وويل ، چې په زمري مياشت کې به له ١١مې نېټې څخه تر اولسمې پورې د بارنونو او سيلابونو راتلو امکان وي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن