کابل (پژواک ٣ ورى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي له طالبانو وغوښتل، چې د پوهنې مخه دې نه نيسي او په هېواد کې د تړلو ښوونځيو په بېرته فعالولو کې دې مرسته وکړي.
کرزي، چې په کابل کې يې د نوي ښوونيز کال د پيل په مراسمو کې خبرې کولې، له طالبانو وغوښتل، نه يواځې د هېواد له بچيانو سره دې دښمني نه کوي، بلکې د هغوى د پرمختګ او ترقۍ لپاره دې همکاري وکړي.
ولسمشر کرزي نن (د وري ٣مه) نوى ښوونيز کال د زنګ په کړنګولو پيل کړ او يو ځل بيا يې د زده کړو پر اهميت ټينګار وکړ، ويې ويل، زده کړې ترلاسه کول د افغانستان د پر ځان بسياينې يواځينۍ لاره ده.
نوموړي له هغو کسانو، چې په افغانستان او پاکستان، په ځانګړي ډول د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې پر ښوونځيو بريدونه کوي، وغوښتل، چې له دغه کار څخه دې لاس واخلي.
هغه زياته کړه، چې ښوونځي د نورو د ګټو د خوندي کېدو او د هېواد له بچيانو سره د دښمنۍ په موخه سوځول کېږي او تړل کېږي.
د کرزي په خبره، د هېواد په کچه يو زيات شمېر ښوونځي د طالبانو او يا هم د هغوى په نامه تړل شوي دي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ټول هېواد په کچه ٤٦٤ ښوونځي د هېواد په کچه د ناامنۍ له امله تړلي دي.
کرزي د ښوونځيو تړل، سوځول، د نجونو مسمومول او پر مخ يې د تېزابو شيندل له انسانيت سره دښمني وبلله او ويې ويل، چې دغه هڅې نورو ته د افغانانو د احتياجولو په موخه ترسره کېږي.
هغه طالبانو ته په خطاب کې وويل: “که ستاسې هيله په حقيقت کې دا وي، چې افغانستان دې نورو هېوادونو ته اړ نه وي، نو افغانستان يواځې او يواځې د زده کړې له لارې د نورو له احتياج څخه خلاصېداى شي، که د هغوى د زده کړو مخنيوى کوي، نو په حقيقت کې يې غلامۍ ته اړباسي.”
هغه زده کړې يو اسلامي حق وباله او ويې ويل، چې که طالبان اسلام ته ژمن وي، نو د دغه هېواد له بچيانو سره دې دښمني نه کوي او زده کړو ته دې پرېږدي.
ولسمشر د هېواد له عالمانو او مشرانو وغوښتل، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره دې سره راټول شي او له دولت سره د همکارۍ له مخې دې د ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.
د هغه په خبره، ډېر ماشومان او ځوانان ښوونځي ته ځي او يو شمېر نور بيا د نا امنيو له امله له ښوونځي پاتې دي.
ولسمشر څرګنده کړه، چې په نوي کال کې به د افغانستان په ښوونځيو کې د زده کوونکو شمېر له لس ميليونو څخه واوړي.
کرزي وويل، چې افغانستان د نورو هېوادونو په نسبت د ښوونې له نظره وروسته پاتې دى، خو اوسمهال په هېواد کې د پوهنې بهير په ښه ډول مخ پر وړاندې ځي.
کرزي د هېواد له سوداګرو او پانګه والو وغوښتل، څو د ښوونځيو په جوړولو کې مرسته وکړي.
هغه وويل، په همدې موخه بايد يو صندوق جوړ شي.
ولسمشر کرزي همدارنګه د پوهنې له وزارت څخه وغوښتل، چې د ځوانانو حرفوي او سواد زده کړو ښوونځيو ته دې زياته پاملرنه وکړي.
هغه همدارنګه د پوهنې وزير ته سپارښتنه وکړه، څو د ښوونځيو زده کوونکو ته د علمي سفرونو زمينه برابره کړي او له دې لارې دې هغوى د هېواد له نظام او بېلابېلو دولتي ادارو سره اشنا کړي.
کرزي له ځوانانو وغوښتل، چې د زده کړو حاصلولو لپاره دې د نورو هېوادونو د ځوانانو په پرتله زياته هڅه وکړي او له دې لارې دې د هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن