ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزى په رسمي سفر قطر ته ورسېد

30 Mar 2013 - 16:46
30 Mar 2013 - 16:46

 کابل  (پژواک ١٠ورى ٩٢) : ولسمشرحامد کرزی د قطر د امير په رسمي بلنه د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ، نن غرمه مهال مخکې  قطر ته ورسېد.

د قطر دولتي اژانس (قنا) د وري په ١٠مه، خبر ورکړى ، چې دقطر د پلازمينې دوحې په هوايي ډګر کې  ددولت وزير  عبدالله بن خليفه العطية، په پاکستان کې د قطر سفير عبدالرحمن جاسم او افغانستان لپاره د قطر غير مقيم سفير محمد قاسم همت د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي تود هرکلى وکړ.

سرچينې زياته کړې چې افغان ولسمشر حامد کرزى به دقطر له خليفه او نورو چارواکو سره په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

له دې مخکې په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس په يوه  راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، دغه دوه ورځنى سفر د قطر د امير حمد بن خليفه آل ثاني په رسمي بلنه تر سره کيږي .

سرچينه زياتوي ، چې په دغه سفر کې به ولسمشر کرزى د قطر د امير په ګډون ددغه هېواد له يو شمېر چارواکو سره و ګوري او د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا او د افغانستان د سولې د بهير په اړه به ورسره خبرې اترې وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس ، له ولسمشر کرزي سره په دې سفر  د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، په نړيوالو چاروکې د ولسمشر سلاکار يحيی معروفي، د سولې د عالي شورا رييس صلاح الدين رباني، د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس معصوم ستانکزی، د جمهوري رياست د عالي مقام د دفتر رييس عبدالکريم خرم او د جمهور رييس وياند ايمل فيضي، ملګرتيا کوي.

له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهيسې هڅې روانې دي ، چې د سولې د خبرو په موخه په قطر کې وسله والو طالبانو ته دفتر پرانيستل شي .

دغه راز  له ډيرې مودې راهيسې افغانستان او قطر پر يوه هوکړه ليک کار کوي ، چې له مخې به يې په قطر کې د افغان دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د خبرو اترو دفتر جوړ شي .

خو افغان دولت په ټينګار سره ويلي، تر هغه به دا دفتر جوړ نه شي ، چې وسله وال طالبان جګړه وغندي او له افغان دولت سره د نېغو خبرو اعلان وکړي.

طالبانو ويلي ، چې د  افغانستان له دولت سره خبرې نه کوي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version