کابل (پژواک ١٣ورى ٩٢): د ميدان وردګو په دايميرداد ولسوالۍ کې د دولت له وسله والو مخالفينو سره په نښته کې پنځه پوليس ټپيان شول.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼي د وري په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د پوليسو او وسله والو طالبانو په ياده مخامخ نښته کې پنځه پوليس ټپيان شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وښود.
دى وايي، چې په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دقيقه شمېره يې نه ده معلومه .
د خوګياڼي په خبره، چې د پېښې پر مهال د پوليسو يو رينجر موټر هم زيانمن شوى دى.
که څه هم چې د دې پېښې په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو ادعا يې کړې، چې د دغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې يې تېر مازيګر مهال د عامه نظم اوه پوليس وژلي او دوه رينجر موټر يې ويجاړ کړي دي.
خو د والي وياند د طالبانو دغه ادعا بې اساسه وبلله .
دايميرداد د ميدان وردګو د مرکز سوېل لوېديځ لور ته لرې پرته ولسوالۍ ده .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن