ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينو امنيتي پېښو کې ١٢ طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځينو امنيتي پېښو کې ١٢ طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
14 May 2013 - 13:24
ځينو امنيتي پېښو کې ١٢ طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
14 May 2013 - 13:24

کابل-کندز (پژواک ٢٤ غويى ٩٢): په بدخشان او ميدان وردګو ولايتونو کې د بېلابېلو امنيتي پېښو له امله د اتو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو.

د ميدان وردګو چارواکي وايي، چې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې درې وسله وال وژل شوي، پنځه ټپيان دي او يو بل ژوندى نيول شوى دى.

د والي وياند عطاالله خوګياڼي د غويي په ٢٤مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات د دغه ولايت د  مرکز ميدان ښار د ملا کاکا او مشکو کلا په سيمو کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي، پنځه ټپيان دي او يو بل ژوندى نيول شوى دى.

د نوموړي په خبره، چې په دغو عملياتو کې  د ملي اردو يو سرتېرى هم وژل شوى دى.

د خوګياڼي په وينا، چې يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د ده د معلوماتو پر اساس ، چې ياد عمليات د شپې يوه بجه پيل او تر درېيو بجو يې دوام درلود.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو ادعا يې کړې، چې په سيداباد کې يې د بهرنيو ځواکونو يو ټانک په ماين الوځولى او پنځه سرتېري يې وژلي شوي دي. دغه راز يې په نرخ ولسوالۍ کې د پوليسو د يوه ټانک د الوځولو خبر هم ورکړى دى.

د يو بل خبر له مخې، د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې هم د يو لړ عملياتو په ترڅ کې پنځه طالبان وژل شوي او درې سيمه ييز پوليس ټپي شوي دي.

د وردوج ولسوال دولت محمدخاور پژواک اژانس ته وويل، چې پرون له غرمې وروسته وسله والو طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي وو، چې تر ماښامه نښته روانه وه.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې پنځه طالبان وژل شوي او درې پوليس ټپي شوي دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا د پنځو پوليسو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.