پل علم (پژواک ١٤ ورى ٩٢): د لوګر يو شمېر اوسېدونکي او ولايتي شورا وايي، چې د دغه ولايت پوهنتون د ودانۍ جوړولو چارې په رسمي توګه پرانيستل شوې، خو تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم.
شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې د لوړو زده کړو وزير او په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي دغه ولايت ته راغلل او د مرکز پل علم اړوند د ابچکان دښتې په ٥٠٠ جريبه ځمکه کې يې د پوهنتون د بنسټ ډبره کېښوده.
راغلو چارواکو خلکو ته وويل، دا دى د پوهنتون د بنسټ ډبره يې کېښوده او زياته يې کړه، چې رسماً يې چارې پيل شوې.
خو د دغه ولايت اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي، له هغه راهيسې يوه نيمه مياشت تېرېږي، خو تر اوسه د دغه پوهنتون د ودانۍ د جوړولو لپاره يوه خښته هم نه ده اېښودل شوې.
د ولايتي شورا مشر ټاکټر عبدالولي وکيل د پلاوي راتګ او د پوهنتون د بنسټ ډبره اېښودل نمايشي کار بولي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په ولسي جرګه کې د دوی استازی او د لوړو زده کړو وزارت د خپلو شخصي ګټو او د ځان ښودنې په موخه د دوی پر عامه ګټو سوداګري کوي.
د ولايتي شورا مشر وايي، چې دوی هم د خلکو استازي دي ، خو د پوهنتون په اړه نه چا ورسره مشوره کړې او نه يې هم له موضوع خبر کړي دي.
ده زياته کړه: ((په ولسي جرګه د لوګر وکيلان دغو وزيرانو ته کمپاين کوي، څو يې له استيضاح څخه وژغوري.))
د پل علم ښار يو اوسېدونکى سيد رازق وايي، چې د ولسي جرګې وکيلانو او د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د دوى په سترګو کې خاورې وشيندلې او جعلي کار يې وکړ.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې ځايي چارواکي او د خلکو استازي د پوهنتون په اړه خلکو ته دوکه ورکوي.
د دغه ولايت يو قومي مشر محراب الدين وايي، چې د دغه ولايت خلک د خپلو اولادونو لپاره پوهنتون غواړي او دا يې حق دى.
د نوموړي په وينا، دوى څو څو ځلې په دې اړه د ولايت په مرکز او کابل کې لوړو پوړو چارواکو ته شکايتونه کړي، خو تر اوسه هېڅ عملي اقدام نه دى شوى.
په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي حاجي محمد اکبر ستانکزي او انجنير صاحب خان خروټي د پوهنتون د بنسټ ډبرې اېښودنې مراسمو ته راغلي وو.
ستانکزي پژواک اژانس ته وويل، چې د پوهنتون لپاره ٥٠٠ زره امريکايي ډالر بوديجه ځانګړې شوې او ډېر ژر به يې کار پيل شي.
نوموړي هغه تورونه رد کړل، چې ګنې دوى د شخصي ګټو او د وزير د کمپاين لپاره دغه کار کړى دى.
خو د لوړو زده کړو د وزارت وياند نوربخش وايي، چې د وزارت پلاوى پل علم ته د پوهنتون لپاره د ځانګړې ځمکې د تسليمېدو لپاره ورغلى و او تر اوسه يې د جوړولو چارې رسمي نه دي پيل شوې.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن