ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غاصبين او پېچلى تدارکاتي سيستم د لوګر پوهنتون د جوړېدو خنډ دي

17 Apr 2014 - 14:20
17 Apr 2014 - 14:20

پل علم (پژواک ٢٨ ورى ٩٣): د لوګر والي وايي چې د ځمکو مافيا او د هېواد پېچلی تدارکاتي قانون د دغه ولايت د پوهنتون د جوړېدو پر وړاندې ستر خنډونه دي.

شاوخوا دوه مياشتې مخکې د لوړو زده کړو وزير او په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي دغه ولايت ته راغلل او د مرکز پل علم اړوند د ابچکان دښتې په ٥٠٠ جريبه ځمکه کې يې د پوهنتون د بنسټ ډبره کېښوده.

خو د دوو مياشتو په تېرېدو سره تر اوسه د دغه پوهنتون د ودانۍ د جوړولو په اړه هېڅ اقدام نه دى شوى.

د لوګر والي نيازمحمد اميري له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځاګړې مرکه کې وويل چې په دغه ولايت کې د ځمکو د مافيا له لوري د دولتي ځمکو غصب او تر څنګ يې د هېواد پېچلي تدارکاتي قوانين د پوهنتون درې کلنه موضوع ګونګ حالت ته بيولې.

د هغه په وينا، همدغه ستر خنډونه د دې لامل شوي چې پوهنتون له يوه نامعلوم برخليک سره مخ شي.

اميري وايي چې د لوړو زده کړو وزارت درې کاله وړاندې په خپلو تشکيلاتو کې لوګر ته پوهنتون منظور کړ، خو تر اوسه د يادو ستونزو له امله د پوهنتون د جوړولو عملي کار نه دى پيل شوى.

والي زياته کړه چې دوه مياشتې وړاندې د لوړو زدکړو وزير عبيدالله عبيد د ولايتي چارواکو او په ملي شورا کې د دغه ولايت د استازو له خوا د دغه پوهنتون د بنسـټ ډبره کېښودل شوه، خو دغه سيمه د ولايت له مرکز څخه ډېره لرې ده.

د هغه په وينا، په هغه ځای کې چې د پوهنتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه، له پل علم ښار څخه ډېره لرې يوه دښته ده چې خلک په هغه ځای کې د پوهنتون جوړېدل نه مني.

اميري وويل چې پخواني والي ارسلا جلا د پل علم ښار په يوه څنډه کې ځمکه پوهنتون لپاره جلا کړې وه، خو ځينو خلکو پر دې ځمکې د ملکيت دعوه وکړه او دغه خلک په غير قانوني توګه دغه دولتي ځمکه خپل ملکيت ګڼي.

د لوګر والي وايي چې د ځمکو غاصبين د ولسمشر د ۵۳مې ګنې فرمان چې د محمداغې ولسوالۍ د تصفيې لپاره ځانګړی شوی و، په چل او غيرقانوني ډول په دې دښته کې عملي کړی او بيا يې ورته وثيقې هم جوړې کړې دي.

هغه زياته کړه، د لوړو زده کړو وزارت ورته په ډاګه کړه، چې هغه مهال به د پوهنتون لپاره بوديجه ورکړي، چې د ځمکې قباله ورته تسليم شي.

خو والي وايي چې د دغه ولايت غاصبينو پر ټولو دولتي ځمکو قبضې کړې او دوى نه شي کولى چې د پوهنتون لپاره وزارت ته قباله ورکړي.

امير وويل، که چېرې دولتي ځمکه له غاصبينو خلاصه هم شي، نو بل غټ خنډ د تدارکاتو دى، دوی نه شي کولى، تر هغه پورې پيسې ترلاسه کړي. څو پورې يې چې د ځمکې قباله نه وي ورکړې، خو دوى د يادې ځمکې قباله نه لري.

والي هم وويل، ځيني دولتي چارواکي هم د دغه پوهنتون له جوړېدو سره مخالفت ښيي.

اميري د چا نوم په ډاګه نه کړ، خو زياته يې کړه، چې د هغوى نومونه او د پوهنتون پر وړاندې ټول خنډونه به په ډاګه کړي.

خو په ولسي جرګه کې د دغه ولايت استازى حاجي محمد اکبر ستانکزى بيا پر ولايتي ادارې نيوکه کوي، چې د کمزوري مديريت له امله نه شي کولى د پوهنتون د جوړولو چارې پيل کړي.

هغه پژواک ته وويل، چې ولايتي اداره کمزورې او بېچاره ده او د دې توان نه لري چې سترو مسايلو ته د حل لاره پيدا کړي.

د نوموړي په وينا، د دغه پوهنتون لپاره ٥ ميليونه ډالره ځانګړي شوي خو اوس څوک نشته چې دا پيسې ترلاسه او عملي کار يې پيل کړي.

د لوګر يو شمېر اوسېدونکي او ولايتي شورا وايي، چې د دغه ولايت پوهنتون د ودانۍ جوړولو چارې په رسمي توګه پرانيستل شوې، خو تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم.

د ولايتي شورا مشر ډاکټر عبدالولي وکيل د پلاوي راتګ او د پوهنتون د بنسټ ډبره اېښودل نمايشي کار بولي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په ولسي جرګه کې د دوی استازی او د لوړو زده کړو وزارت د خپلو شخصي ګټو او د ځان ښودنې په موخه د دوی پر عامه ګټو سوداګري کوي.

د ولايتي شورا مشر وايي، چې دوی هم د خلکو استازي دي، خو د پوهنتون په اړه نه چا ورسره مشوره کړې او نه يې هم له موضوع خبر کړي دي.

د پل علم ښار يو اوسېدونکى سيد رازق وايي، چې د ولسي جرګې وکيلانو او د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د دوى په سترګو کې خاورې وشيندلې او جعلي کار يې وکړ.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې ځايي چارواکي او د خلکو استازي د پوهنتون په اړه خلکو ته دوکه ورکوي.

خو د لوړو زده کړو د وزارت وياند نوربخش وايي، چې د وزارت پلاوى پل علم ته د پوهنتون د ځانګړې ځمکې د تسليمېدو لپاره ورغلى و او تر اوسه يې د جوړولو چارې رسمي نه دې پيل شوې.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version