ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

”د لوګر ډېرى زده کوونکي به د پوهنتون د نشتوالي له امله له لوړو زده کړو پاتې شي”

9 Dec 2014 - 17:33
9 Dec 2014 - 17:33

پل علم (پژواک  ١٨ ليندۍ ٩٣): په لوګر کې د پوهنتون د نشتوالي او د هېواد نورو پوهنتونونو ته د اقتصادي ستونزو له امله د نه لاسرسي په وجه به په دغه ولايت کې د دوولسم ټولګيو ډېرى فارغان بې زده کړو پاتې شي.

دا څرګندونې د لوګر ولايت د دوولسم  ټولګيو يو شمېر فارغانو د ليندۍ په ١٨مه په دغه ولايت کې د کانکور ازموينې پر مهال وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت درې کاله مخکې لوګر ولايت ته د پوهنتون منظوري ورکړې، خو د ځمکې پر سر يې د جنجال له امله تراوسه  پوهنتون نه دى جوړ شوى.

دا ولايت په يوه کرايي کور کې يواځې د ښوونې او روزنې پوهنځى لري، خو سږ کال يې له بېلابېلو لېسو څخه کابو څلور زره د دوولسم  ټولګيو فارغانو د کانکور په  ازموينه کې برخه واخيسته.

د دغې ازموينې يوې ګډونوالې شيما پژواک خبري اژانس ته وويل، : ((غواړم  ژورناليزم او يا د ادبياتو پوهنځى ولولم ، خو دا پوهنځي په لوګر کې نه شته او کورنۍ به مې کابل يا بل ولايت ته اجازه رانه کړي چې د زده کړو لپاره ورشم.))

هغې په دې تړاو ډېرې خبرې ونه کړې ؛خو يادونه يې وکړه چې د ځان په اړه افسوس کوي.

د پل علم د کلنګار لېسې د دوولسم ټولګي فارغ عبدالله پژواک ته وويل ، زرګونه کسانو سږکال د کانکور ازموينه ورکړه ، خو ښايي ډېر يې له زده کړو بې برخې پاتې شي.

ده وويل: (( دلته پوهنتون نشته او نورو ولايتونو کې پوهنتون لوستل مصرف غواړي ، ښايي زما په ګډون ډېر نور د بريا په صورت کې هم زده کړې ونه شي کړاى.))

د محمداغې ولسوالۍ د ده نو لېسې د دوولسم ټولګي فارغ احمداغا پژواک اژانس ته وويل: (( پل علم کې بايد پوهنتون جوړ شي، يواځې د  ښوونې او روزنې پوهنځى بسنه نه کوي.))

ده وويل چې د کانکور ازموينه کې يې انتخاب کړي پوهنځي په لوګر کې نشته، خو په دې هم پوهېږي چې د اقتصادي ستونزو له امله به يې په بل ولايت کې ونه شي ويلى.

د لوګر د پوهنتون رييس وحيدالله عبدالرحيم زي پژواک ته وويل، چې سږکال د لوګر ولايت ٣٨٩٣ تنو په کانکور کې برخه اخيستې وه.

هغه وويل ، په لوګر کې د پوهنتون د نشتوالي له امله به سږکال يواځې د ښوونې او روزنې پوهنځي ته ٣٠٠ تنه جذب کړي او پاتې به د بريا په صورت کې نورو ولايتونو ته د زده کړو لپاره لاړ شي.

ده وويل چې د لوګر ولايت لپاره پوهنتون منظور شوى، خو تراوسه يې ودانۍ نه ده جوړه او حتى د پوهنتون رياست هم په يوه کرايي ودانۍ کې دى.

هغه وايي چې د پوهنتون د جوړېدو لپاره بوديجه هم منظور شوې ، خو ځکمه ورته نه پيدا کېږي.

د ولسي جرګې غړي محمداکبر ستانکزي د دې ولايت د پوهنتون د نه جوړېدو لامل د ولايتي ادارې بې غوري وبلله.

ده وويل: (( د پوهنتون بوديجه له يوه کال څخه بل ته انتقالېږي خو ولايتي اداره پوهنتون پرې نشي جوړولى .دلته خلک ډېر غريب دي نه شي کولى چې خپل بچيان نورو ولايتونو ته د زده کړو لپاره ولېږي.))

د لوګر سرپرست والي نياز محمداميري وايي چې د پوهنتون جوړولو پر وړاندې يې يواځينى خنډ د ځمکې نشتوالى دى .

اميري پژواک اژانس ته وويل : (( که ځکمه واى پوهنتون به جوړ وو، موږ بې غوره نه يو، مشکل د ځمکو دى چې څه ځمکې دي هغه غاصبانو او  زورواکو نيولې دي.))

هغه په دې تړاو نور څه ونه وويل، خو يادونه يې وکړه چې هڅه کوي څو د لوګر پوهنتون لپاره مناسبه ځمکه پيدا کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version