ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې د کانکور ازموينه پيل شوه

22 Jan 2012 - 16:52
22 Jan 2012 - 16:52

مزارشريف (پژواك ٢ سلواغه ۹۰): په بلخ پوهنتون كې د دوولسم ټولګيو له زرګونو فارغينو څخه د كانكور ازموينه پيل شوه.

 د دغه پوهنتون علمي مرستيال پوهندوى محمد ناصر د سلواغې په دويمه د ازموينې د پيل پر مهال پژواك خبري اژانس ته وويل، چې سږ كال د بلخ پوهنتون د كانكور په ازموينه كې د دوولسمو ټولګيو ۱۱زره او ۱۶۰زده كوونكي برخه اخلي.

 نوموړي زياته كړه، چې په ازموينه كې ۳۵ سلنه نجونې او پاتې هلكان دي.

 د هغه په وينا، ازموينه نن پيل شوه او تر راتلونكې پنچشنبې پورې به په څو پړاوونو کې بشپړه شي.

 پوهندوى ناصر وويل، چې ازموينه د دغه پوهنتون په دوو حوزو كې د استادانو تر پوره څار لاندې اخيستل كېږي.

 د مزارشريف ښار له اسعديه لېسې څخه فارغ شوي محمدجاويد، چې د كانكور ازموينه كې يې برخه اخيستې وه، پژواك ته وويل، چې خپل برياليتوب ته پوره هيله من دى.

نوموړي زياته كړه، چې د كانكور ازموينه د زده كوونكو لپاره برخليك ټاكونكې ده او هيله لري، څو له دې لارې يې خپله راتلونکې رنګينه شي.

 د هغه په وينا، دى له حقوقو او سياسي علومو سره مينه لري او هڅه كوي، چې همدغه پوهنځي ته بريالى شي.

 د عايشې افغان لېسې فارغې نجلا، چې په كانكور كې يې برخه اخيستې وه، پژواك ته وويل، چې د ژوند ټولې هيلې يې پر همدې ازموينې پورې تړلې دي.

 نوموړې زياته كړه، چې دا په يوه غرېبه كورنې پورې اړه لري، كه چېرې دولتي پوهنتون ته بريالۍ نه شي، نو په شخصي ډول لوړې زده کړې نه شي ترسره کولاى.

د هغې په وينا، دولت او په ځانګړې توګه د لوړو زده كړو وزارت بايد د زده كوونكو د جذب په برخه كې پراخې هڅې وكړي.

 د پوهنتون علمي مرستيال وويل، چې سږ كال به د بلخ پوهنتون ته ٢٥٠٠زده كوونكي د كانكور د ازموينې له لارې جذب شي.

 نوموړي زياته كړه، چې په بلخ پوهنتون كې د طب، انجنيرۍ، حقوق او سياسي علومو، كرنې، ادبياتو، ژورناليزم، شرعيات او اقتصاد پوهنځيو كې زرګونه محصلين پر لوړو زده كړو بوخت دي.

 

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version