ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ کانکور کې پنځلس زره داوطلبانو برخه اخيستې

د بلخ کانکور کې پنځلس زره داوطلبانو برخه اخيستې

author avatar
13 Aug 2020 - 17:25
د بلخ کانکور کې پنځلس زره داوطلبانو برخه اخيستې
author avatar
13 Aug 2020 - 17:25

مزارشريف ( پژواک، ۲٣زمری ۹۹) : په بلخ ولايت کې د کانکور ازموينه پيل شوه، چې د درې ورځو لپاره به دوام وکړي.

د بلخ حوزې د کانکور مسوول عبدالاحد مسليم پژواک ته وويل، چې د ټول هېواد په کچه به سږ کال دوه سوه زره داوطلبان د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړي.

هغه زياته کړه، چې له دې ډلې څخه به څه باندې ۶۵ زره کسان په دولتي او څه باندې ۳۵ زره کسان په خصوصي پوهنتونونو کې جذب کړای شي.

د مسلم په خبره، ټوله هڅه شوې؛ څو د کانکور پروسه په شفاف ډول پر مخ ويوړل شي.

نوموړی زياتوي، چې ټول افغانستان کې پرته له کوم سمتي او قومي تبعيض څخه د کانکور پروسه په يو ډول عملي کېږي.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر چې د کانکور له جريان څخه يې ليدنه کوله وايي، چې هيله يې دا ده څو دغه ازموينه پرته له کومې ستونزې پای ته ورسېږي.

هغه پژواک ته وويل، چې تېر کال د بلخ کانکور د سوالونو برخه کې يو لړ ستونزې درلودې او هيله مندي يې وکړه، چې سږ کال به تکرار نه شي.

د رهګذر په خبره، د بلخ په کانکور کې ټولټال پنځلس زره داوطلبانو ګډون کړی، چې پنځوس سلنه يې نجونې دي.

هغه وويل، چې زده کړې او تعليم افغانانو سره مرسته کوي، چې له شته ستونزو څخه ځانونه خلاص کړي.

ده ځوانان چې په کانکور ازموينه کې يې ګډون کړی هم خوشحاله دي او هيله لري، چې د خپلې خوښې څانګو ته به بريالي شي.

محمد اصف د بلخ ولايت د نا امنيه سيمې بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې په کانکور کې يې ګډون کړی.

هغه په پښه معيوب دی او د ټکک په تکه يې د کانکور تر ازموينې ځان رسولی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.