ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ او هرات کې د کانکور ازموينه پيل شوه

author avatar
10 Jan 2013 - 16:31
author avatar
10 Jan 2013 - 16:31

 مزارشريف (پژواك ۲۱ مرغومى ۹۱): په بلخ او هرات ولايتونو کې د سږ كال لپاره له څه باندې ٢٤زره زده كوونكو څخه د كانكور ازموينه اخيستل کېږي، چې نيمايي يې نجونې جوړوي.

 په يادو دواړو ولايتونو کې د کانکور ازموينه نن پيل شوه او شاوخوا يوه اونۍ په دوام وکړي.

 ويل کېږي چې د کانکور له دغه شمېر ګډون کوونکو څخه به څه کم شپږ زره يې د لوړو زده کړو موسسو ته لار پيدا کړي.

 له لوړو زده كړو وزارت څخه بلخ پوهنتون ته د كانكور ازموينې د اخيستنې په موخه د راغلي پلاوي مشر دوكتور اسرارالدين ګلزار د مرغومي په ۲۱مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د كانكور ازموينه نن پيل او په راتلونكو شپږو ورځو كې به بشپړه شي.

 نوموړي زياته كړه، چې ۱۳۹۲ كال په ياده ازموينه كې ۱۲زره او ۱۷۰ زده كوونكي برخه اخلي، چې نږدې نيمايي يې نجونې جوړوي.

 هغه وويل، چې د ۱۳۹۲ كال لپاره په اخيستونكې كانكور ازموينه كې به بلخ پوهنتون ته ۲۶۵۰ زده كوونكي د لوړو زده كړو لپاره لار پيدا كړي.

 د هغه په وينا، په ياده ازموينه كې د بلخ د مركز او ولسواليو او د سمنګان ولايت يو شمېر پاتې شوني، چې ټول ۷۰۵۶ هلكان او ۵۱۱۴ نجونې کېږي، ګډون کوي.

 ګلزار وويل، چې په يادو كسانو كې ۱۰۴۸۵ د سږني كال فارغين، ۱۴۴۵ متفرقه او ۲۴۰ زده كوونكي د ديني مدرسو فارغين دي.

 په بلخ پوهنتون كې د كانكور په ازموينه كې برخه اخيستونكي يو شمېر زده كوونكي د ازموينې له ناوخته پيل كېدو څخه ګيله من وو.

 د مزارشريف ښار له باختر لېسې څخه فارغ زده كوونكي حبيب الله پژواك اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې د كانكور د ازموينې د ګډون پاڼه اخيستې وه، چې بايد نن ۹ بجې ازموينه وركړي.

 نوموړي زياته كړه، چې تر دوولس بجې پورې يې د ازموينې د پيل لپاره انتظار وکړ.

 د هغه په وينا، د ازموينې ځنډېدل په دوى باندې روحي فشار زيات کړى او کېداى شي، چې د پوښتنو په حل كې له ستونزو سره مخ شي.

 همدراز ځيني زده كوونكي كه څه هم په ازموينه كې پر برخه اخيستو خوښ و، خو د خپل راتلونكي په اړه يې اندېښنه لرله.

 د مزارشريف ښار د عايشه افغان لېسې زده كوونكې سهيلا پژواك اژانس ته وويل، چې سږ كال هم لوړو او نيمه لوړو زده كړو ته د برياليتوب چانس كم دى.

 نوموړې زياته كړه، چې په ډېره ستونزه يې تر دوولسم ټولګي پورې د لوړو زده كړو په تمه زده كړې بشپړې كړې، كه چېرې تقدير ورسره ملتيا ونه كړي، نو راتلونكي به يې له ستونزو ډک وي.

 هغې له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د کانکور په ازموينه کې د هلکانو په پرتله د نجونو چانس ډېر کړي.

 د ازموينې اخيستونكي پلاوي مشر ګلزار دا هم وويل، چې د ۱۳۹۲ لمريز كال لپاره د كانكور په روانه ازموينه كې له ټول هېواد څخه ۲۰۰ زره زده كوونكي برخه اخلي، چې ۷۴۷۴۰ زده كوونكي به يې لوړو او نيمه لوړو زده كړو ته جذب كړاى شي.

 د هغه په وينا، د لوړو زده كړو وزارت په پام كې لري، چې په كانكور ازموينه كې د ناكام شوو زده كوونكو لپاره د مسلکي زده كړو اسانتياوې برابرې كړي.

 ګلزار د ازموينې د ناوخته پيل په اړه وويل، چې د ځينو تخنيكي ستونزو له امله په ځينو حوزو كې ازموينه ناوخته پيل شوه.

 د هغه په وينا، په ازموينه كې د نقل د مخنيوي لپاره يې لازم امكانات برابر كړي دي.

 دغه راز د هرات د پوهنتون مشر ډاکټر عبدالظاهر محتسب زاده وويل، چې د کانکور ازموينې لومړۍ ورځ نن پيل شوه.

 هغه زياته کړه، چې د کانکور ازمويني په لومړۍ ورځ کې شاوخوا ٢٥٠٠ فارغينو ګډون کړى، چې نيمايي نجونې دي.

 هرات ولايت ته د کانکور ازموينې د تللي پلاوي د معلوماتو له مخې، په راتلونکي کال کې به د هرات پوهنتون د لوړو زده کړو موسسو ته درې زره تنه لار پيدا کړي.

 د هرات د مهري لېسې څخه فارغې فرشتې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((خوښه يم د ازموينې ښه فضا وه او سوالونه يې هم ډېر مشکل نه و او طب انتخاب کړی ډاډه يم چه بريالۍ به شم.))

 خو د هرات ولايت د کانکور ازمويني يوه بل ګډونوال حسين بيا وايي: ((زه د ګران له لېسې سږ کال فارغ يم، په وخت سره مې کانکور کې د ګډون نوم هم ليکلی و، خو اوس راته وايي چې له مرکز څخه دې د ازموينې د ورکولو کارت نه دى راغلى، دا څه معنی لري؟ زه مې خپل حق غواړم.))

 ده زياته کړه، چې د ده په څېر د سلګونوکسانو د ازموينې کارتونه نه دي راغلي.

 خو د هرات والي ډاکټر داودشاه سبا وويل، چې د يادو ځوانانو دغه ستونزه به هواره کړي.

 سبا د کانکور ازموينې د اخيستو پلاوي ته دنده ورکړه، د هغو کسانو ستونزه له کابل څخه هواره کړي، چې د کانکور په ازموينه کې د ګډون لپاره يې نوم ليکلنه کړې، خو د ازموينې د ورکړې کارت يې نه دى راغلى.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.