ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کلات کې ځانمرګي بريد پنځه بهرنيان وژلي

6 Apr 2013 - 11:35
6 Apr 2013 - 11:35

دغه بريد نن (د وري ١٧مه) له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې او ١٥ دقيقې د کلات ښار په منځ کې، د پي ارټي، ملکي روغتون او شېخ مټي لېسې ته څېرمه شوى دى.

د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال روغ لېوني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى  بريد د سراچه موټر په وسيله شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د ځانمرګي موخه د والي محمد اشرف ناصري د موټرو پر کاروان بريد و، چې له ولايت څخه د شېخ مټي لېسې په لوري روان و.

نوموړى وايي، چې والي له بريده روغ وتلى، خو د هغه يو ساتونکى ټپي او د ملکي روغتون د ايکسرې څانګې يو کارکوونکى وژل شوى دى.

د کلات د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې له دې پېښې ورته تر اوسه يو مړى ور وړل شوى دى.

بلخوا په افغانستان کې مېشت نړيوال ځواکونه وايي، چې په دې پېښه کې د دوى سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې د کلات ښار په ځانمرګي بريد کې د  ايساف درې سرتېري او دوه بهرني ملکي کار کوونکي وژل شوي دي.

په کابل کې د امريکا سفارت پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې، د زابل په مرکز کې ځانمرګى بريد تاييد کړى دى.
سرچينې ويلي، په دې بريد کې امريکايانو او افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دوى په دې برخه کې څېړنې کوي او اوسمهال په دې اړه نور جزئيات نه شي ورکولى.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په دغه بريد کې اوه بهرنيان وژل شوي او  پنځه نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې د والي موټر هم ويجاړ شوى او يو شمېر ساتونکو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version