ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې هم د غزني د مراسمو لپاره چمتووالى نيول شوى

10 Apr 2013 - 11:44
10 Apr 2013 - 11:44

ښرنه (پژواک ٢١ ورى ٩٢): د پکتيکا ولايت چارواکي او ولسونه هم د اسلامي نړۍ د تمدن  پلازمېنې په نوم د  غزني د نومونې لپاره په تياريو بوخت دي.

ټاکل شوې ده، چې دغه ورځ د راتلونکې شنبې ورځ (د وري ٢٤مه) په غزني ولايت کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شي.

غزني د ا سلامي هېوادونو له خوا په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه نومول شوى دى.

په کابل او غزني ولايتونو کې د پلازمېنې د نومونې د پرانيستې د مراسمو لپاره په لويه کچه ترتيبات نيول شوي دي.

بلخوا د پکتيکا چارواکو او ولسونو هم په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره له اوس څخه تياريانې نيولې  دي.

ځايي چارواکي وايي، چې د اسلامي فرهنګ د پلازمېنې په توګه د غزني د نومونې د پرانيستې د مراسمو لپاره يې د قومي مخورو، ملي اتڼ، نيزه وهنې او ترانې ويلو لپاره بېلابېل  ګروپونه او ډلې جوړې کړې دي.

د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس بشير محمدي د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غزني والي څو ورځې وړاندې ښرنې ته ورغلى و او له ځايي ادارې يې وغوښتل چې د يادې ورځې لپاره د پرانيستغونډې د مراسمو لپاره ورسره همکاري وکړي.

هغه زياته کړه، چې د همدې غوښتنې له مخې دوى د يادو مراسمو لپاره د ملي اتڼ، نېزې وهلو او ترانې ويلو ډلې چمتوکړې دي.))

د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي، چې د يادو ډلو لپاره يې خپل يو ډول ملي لباس او جامې هم جوړې کړې دي.

د نوموړي په خبره، د ملي اتڼ او يادو لوبو په ترسره کېدوسره به دوی نړيوالو ته خپل ملي کلتور او دود ور وپېژني.

په همدې موخه د سرحدونو او قومونو چارو رياست په انګړ کې د ملي اتڼ ترسره کېدو لپاره بېلابېلې ډلې راغونډې شوې څو د يادې ورځې لپاره د ملي اتڼ يوه ډله غوره کړي.

د قومونو او قبايلو چارو رييس ملک ظاهرخان کټوازي پژواک ته وويل، چې د پکتيکا له درېيو زونونو څخه يې د يادې ورځې او مراسمو د برخې اخيستنې لپاره د قومي او مخورو مشرانو يوه ۲۰ کسيزه ډله هم ټاکلې ده.

هغه زياته کړه: ((د ملي اتڼ، نېزه وهلو او ترانې ويلو لپاره مو هم د غزني د والي په غوښتنه ۲۰ کسيزه  ډله  چمتوکړې ده.))

د ده په خبره، دغه ګروپونه به د يادې غونډې او مراسمو لپاره د وري له ۲۴ مې څخه دوه ورځې وړاندې غزني ته ورسېږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version