ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د فوټبال په نړيواله درجه بندۍ کې نور هم رامخکې شو

11 Apr 2013 - 16:53
11 Apr 2013 - 16:53

کابل (پژواک ٢٢ ورى ٩٢): افغانستان د فوټبال د نړيوال فدراسيون فيفا له خوا د فوټبال په اعلان شوې نړيواله درجه بندۍ کې  د تېرې مياشتې په پرتله دوه درجې نوره هم مخکې شوې او په تاريخ کې تر ټولو ښه درجه يې ترلاسه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت افغانستان په  نړيواله کچه  ١٤١، په اسيا کې  ٢١ او په سوېلي اسيا کې يې لومړى مقام خپل کړى و.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون د ځوانانو د څانګې مسوول علي کاظمي د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د فوټبال نړيوال سازمان (فيفا) نن مياشتنۍ نړيواله درجه بندي اعلان کړه.

هغه زياته کړه، په دې نوې درجه بندۍ کې افغانستان دوه  درجې مخکې راغلى او ١٣٩ مقام يې خپل کړى، دا په داسې حال کې  ده چې تېره مياشت افغانستان ٤٨ درجې پورته راغلى و او په تاريخ کې تر ټولو په ښه ١٤١ مقام يې خپل کړى و.

د نوموړي په وينا، تېر کال افغانستان د دوو اسيايي لوبو تر ګټلو وروسته ١٦١ مقام خپل کړى و، خو بيا يې په ځينو سياليو کې له ماتې وروسته بېرته شاتګ وکړ.

کاظمي وويل، چې تېره مياشت په لاووس کې د اسيا په چلينج کپ سياليو کې افغانستان دوه لوبې وګټلې او يوه يې مساوي پاى ته ورسوله، چې له امله يې درجه بندي ښه شوه.

د فوټبال فدراسيون دغه مسوول وايي، چې د نوې درجه بندۍ له مخې افغانستان په اسيا کې يويشتم مقام، خو په سوېلي اسيا کې لومړى مقام خپل کړى دى.

کاظمي وويل، چې په نړيواله درجه بندۍ کې هندوستان ١٤٩، پاکستان ١٦٨ او بنګله دېش په ١٥٤ مقام کې ځاى لري. ايران ٥٦ مقام کې ځاى لري.

په دې درجه بندۍ کې هسپانيا لومړى، جرمني دويم او ارجنټاين په درېيم مقام کې ځاى لري.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version