کابل (پژواک ۲۲ کب ٩۲): افغانستان د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فيفا ) له خوا د فوټبال په اعلان شوې نړيواله درجه بندۍ کې د ۱۱ درجې پورته راتګ سره په نړیواله کچه ۱۲۷ او په اسیایي کې ۲۳ م مقام ترلاسه کړی دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون د ځوانانو د څانګې مسوول علي کاظمي د کب په ۲۲ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د فوټبال نړيوال سازمان (فيفا) نن مياشتنۍ نړيواله درجه بندي اعلان کړه.
هغه زياته کړه، په دې نوې درجه بندۍ کې افغانستان ۱۱ درجې پورته راغلى او په تاريخ کې تر ټولو په ښه ۱۲۷ مه درجه کې راغلى دى.
د نوموړي په وينا، تېر کال افغانستان په کابل کې پاکستان ته د ماتې ورکولو او بیا د سویلي اسیا اتلولۍ خپلولو سره له ۱۶۱ درجې څخه ۱۳۱ درجې ته راغلی و، خو بیا وروسته یې د نورو هیوادونو د لوبډلو د بریاړو له امله هغوی مخکې او دافغانستان لوبډله شاته ولاړه.
کاظمي وويل، چې که افغانستان د اسیا د فوټبال په چیلنج کپ سیالیو کې لوبې وګټي، نو په نړیواله درجه بندۍ کې به نوره هم وړاندې راشي.
د فوټبال د نړیوال فدراسیون ( فیفا) لخوا په اعلان شوې درجه بندۍ کې پاکستان په ۱۵۸، هندوستان ۱۵۲، سریلانکا ۱۷۳ او بنګله دیش په ۱۶۲ درجو کې دي.
د اسیا په کچه ایران لومړی مقام لري، دافغانستان مقام ۲۳ دی، پاکستان په ۳۹ ، هندوستان په ۳۱، بنګله دیش په ۳۵ او سریلانکا په اوه دیرشم مقام کې ځای لري.
په نړیواله درجه بندۍ کې هسپانیا لومړى ، جرمني دويم او ارجنټاین په درېيم مقام کې ځاى لري.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن