ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د معنوي د کار موده پرون پاى ته ورسېده

18 Apr 2013 - 16:57
18 Apr 2013 - 16:57

کابل ښار (پژواک ٢٩ ورى ٩٢): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي د کار موده تېره ورځ (د وري ٢٨مه) پاى ته ورسېده، خو نوموړى لا هم پر خپل ځاى پاتې دى.

ولسمشر حامد کرزي درې کاله وړاندې فضل احمد معنوي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د مشر په توګه وګوماره، چې کاري دوره يې د روانې وري مياشتې په ٢٨مه (پرون) پاى ته ورسېده.

د ولسمشر کرزي په مشرۍ د وري مياشتې په ٢٠مه په يوې مشورتي غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د ملي شورا له لوري د ټاکنو د قانون له تصويب وروسته دې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون نوى رييس وټاکل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور پژواک اژانس ته وويل، چې دا په ولسمشرۍ ماڼۍ پورې اړه لري، چې ده ته د کار د ادامې اجازه ورکوي او که نه؟

نوموړي زياته کړه، په هغه فرمان کې، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر د مودې په اړه دى، يواځې دومره ويل شوي، چې د دغه کمېسيون د مشر کاري موده درې کاله ده، خو د ټاکلي مودې له پاى ته رسېدو وروسته د نوموړي د کار د ادامې او نه ادامې په اړه وضاحت نه لري.

د ولسمشر وياند ايمل فيضي پژواک اژانس ته وويل، چې د قانون په اساس ولسمشر په دې اړه له سياسي ګوندونو، جهادي مشرانو، اپوزېسيون، د مدني ټولنې غړو او پر نفوسه شخصيتونو سره مشورې پيل کړې او لا هم دغه مشورې دوام لري.

ده وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته به نوى رييس د يوه داسې ميکانيزم په اساس وټاکل شي، چې ټولو ته د منلو وړ وي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) مشر جانداد سپين غر پژواک اژانس ته وويل، چې له قانوني پلوه د يو خپلواک کمېسيون مشر کولاى شي، د خپل کار د مودې له پاى ته رسېدو وروسته، چې پر ځاى يې بل څوک نه وي ټاکل شوى، تر يو کال پورې پاتې شي.

د هغه په وينا، له قانوني پلوه ستونزه نشته، خو ټينګار يې وکړ، چې د ولسي جرګې له خوا بايد د ټاکنو نوى قانون ژر تصويب شي، څو نوي کسان وګومارل شي.

نوموړي زياته کړه، چې د ټاکنو کمېسيون د نورو کمېشنرانو کاري دورې هم يا پاى ته رسېدلې او يا نږدې دي چې پاى ته ورسېږي، نو د دې لپاره د ټاکنو د نوي قانون تصويب او توشېح ته اړتيا ده.

د حقوقي چارو کارپوه امين الله شارق پژواک اژانس ته وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د تشکيلاتو او واکونو نوى قانون، چې د ولسي جرګې له خوا تصويب شوى او د ولسمشر توشېح ته پاتې دى، په هغه کې راغلي، چې د ټاکنو کمېسيون د مشر ټاکل د ولسمشر واک نه دى.

د هغه په وينا، په دغه قانون کې راغلي، چې ولسمشر کولى شي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون لپاره نهه کمېشنران وټاکي او دغه کمېشنران به په خپلو منځونو کې د ټاکنو له لارې د کمېسيون مشر انتخابوي.

نوموړي زياته کړه، چې له همدې امله د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مشر فضل احمد معنوي دنده هم لا پر ځاى پاتې ده.

د يادونې ده، تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، د باميانو والۍ حبيبه سرابي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رييس کريم خرم، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له کانديدانو څخه دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version