ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦ ترسره کېږي

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦ ترسره کېږي

author avatar
31 Oct 2012 - 17:05
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦ ترسره کېږي
author avatar
31 Oct 2012 - 17:05

کابل (پژواک ١٠ لړم ٩١): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې به د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي نن (د لړم ١٠مه) په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې په هېواد کې ځينې ستونزې شته خو دا ستونزې د ټاکنو د ترسره کېدو مخه نه شي نيولى.

د ده په خبره، د ټاکل شوي مهالوېش له مخې د ١٣٩٣ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو پايلې به د غويي په ٢٤مه او د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې به د غبرګولي په ١٧مه اعلان شي.

د ده په وينا، که د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، نو دويم پړاو به يې د ١٣٩٣ کال د غبرګولي په ٧مه ترسره شي.

معنوي د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د حکومت، مدني ټولنې، سياسي ګوندونو او د خلکو همکاري اړينه وبلله.

هغه وايي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو نوم ليکنه به د راتلونکي کال د وږي په ٢٥ پيل شي او ١٤ ورځې به دوام ولري.

معنوي وويل، چې کمېسيون د رايه ورکوونکو لپاره د رايې ورکونې شاوخوا ٧٠٠٠ مرکزونه په پام کې نيولي، خو کره شمېره به يې راتلونکې اونۍ اعلان کړي.

دى وايي، چې کمېسيون د نوم ليکنې پلان هم جوړ کړى او د نوم ليکنې پروسه به د څلورو مياشتو لپاره راتلونکى کال د غويي په لومړۍ نېټه پيل شي او د تلې په ٣١ مه به پاى ته ورسېږي.

ده وويل، چې د رايه ورکوونکو نوم ليکنه به په ٤٠٠ اداري واحدونو کې ترسره شي، چې د هر اداري واحد نفوسو ته په کتو به کمېسيون ورته کارکوونکي وګوماري.

د معنوي په وينا، کمېسيون به د شرايط وړو کسانو ته چې کارتونه نه لري، نوي کارتونه ورکړي او د هغو کسانو کارتونه به د يوه ځانګړي ميکانيزم له مخې د باور وړ وګرځوي، ترڅو له مخې يې رايه ورکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر وويل، چې کمېسيون په نا امنه سيمو کې د نوم ليکنې لپاره هم تدابير نيولي او هېڅ سيمه به له دې پروسې بهر پاتې نه شي.

د ده د معلوماتو له مخې، د ټاکنو کمېسيون به د ټولو رايه ورکوونکو نوملړ هم په نږدې راتلونکي کې برابر کړي، خو کره نېټه يې ونه ښوده.

معنوي له هغو کسانو چې غواړي په راتلونکو ټاکنو کې ګټونکي شي وغوښتل، چې سر له اوسه دې د خلکو د رايې ترلاسه کولو لپاره هڅې پيل کړي.

هغه زياته کړه، چې کانديدان يواځې د خلکو د رايې له مخې بريالي کېداى شي او څوک دې له غير ډيموکراتيکې لارې د برياليتوب تمه ونه لري.

نوموړى وايي، چې د ټاکنو کمېسيون له پخوانيو تجربو په ګټې اخيستنې په ټاکنو کې د درغلۍ د مخنيوي لپاره ټول لازم تدبيرونه نيولي او په ټاکنو کې به خپله پوره بې طرفي وساتي.

د ټاکنو د کمېسيون مشر د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې سخت ژمى او واورې به د کانديدانو د ټاکنيز کمپاين او همداراز په ټاکنو کې د خلکو برخه اخيستنه ټکنۍ نه کړي؟ وويل: “دا د اساسي قانون ستونزه ده نه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون.”

دى وايي، چې د اساسي قانون له مخې بايد د ولسمشر د دورې تر پاى ته رسېدو وړاندې د ٦٠ ورځو په موده کې د نوي ولسمشر د ټاکلو په موخه ټاکنې وشي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د ټاکنو د نېټې اعلان هغه اندېښنې هم له منځه يوړې چې د ټاکنو د نه ترسره کېدو په اړه له يو شمېر سياسي ګوندونو سره موجودې وې.

تر دې وړاندې ځينو سياسي ګوندونو اندېښنه لرله، چې ښايي ولسمشريزې ټاکنې پر خپل وخت ونه شي او ولسمشر کرزى به خپله دوره وغځوي.

د کتونکو په باور، په هېواد کې د امنيت نه شتون هغه څه دي چې د رڼو او هېواد شموله ټاکنو د ترسره کېدو پر وړاندې لويه ننګونه بلل کېږي.

خو د ټاکنو د کمېسيون مشر د امنيت ټينګول د امنيتي ارګانونو دنده ياده کړه او ويې ويل، چې په هر حالت کې به ټاکنې ترسره کېږي.

په ٢٠١٤ کال کې د بهرنيانو وتل او افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو له سپارل کېدو سره د ډېرو په باور ښايي په هېواد کې نا امني ډېره شي، چې دغه کار به د ټاکنو ترسره کېدل له خنډ سره مخ کړي.

د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال عبدالرحمن رحمن چې په همدې خبري ناسته کې يې برخه لرله، د ټاکنو په ورځ د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکر او ويې ويل، چې د کورنيو چارو وزارت به له نورو امنيتي ارګانونو سره په ګډه د ټاکنو امنيت په پوره توګه وساتي.

رحمن زياته کړه، چې افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو لېږد وښوده چې دغه ځواکونه کولى شي د خپل هېواد امنيتي مسووليت پر غاړه واخلي.

د ملي دفاع وزارت ستر درستيز جنرال شېرمحمد کريمي هم وويل، چې دغه وزارت د ټاکنو د امنيت ساتلو په موخه پر پلانونو کار کوي.

هغه زياته کړه، چې د ملي دفاع وزرات د کمېسيون له چارواکو او نورو بهرنيو همکارانو سره په ګډه پر دغه پلان خبرې کوي.

په ياده خبري غونډه کې د ملي امنيت مرستيال ډګر جنرال حسام الدين هم د امنيت ساتلو ډاډ ورکړ.

نوموړي وويل، چې امنيتي ستونزې شته او بهرني استخباراتي کړۍ هم د امنيت د خرابولو هڅې کوي، خو زياته يې کړه، له ملي دفاع وزارت سره په ګډه پر امنيتي پلان کار کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.