جلال اباد (پژواک ٣١ ورى ٩٢): د ننګرهار محبس يو افسر په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شو.
د ننګرهار د امنيه قوماندان وياند حضرت حسين مشرقيوال د وري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په جلال اباد کې د ننګرهار د لوى محبس د تعليم او تربيې د څانګې مرستيال ګل حسن هسکې مېنې ولسوالۍ ته په يوه واده کې د ګډون په موخه تللى و، چې د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو.
نوموړي وويل، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې، خو تر اوسه يې په تړاو څوک نه دى نيول شوى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې ياد افسر د دوى له خوا وژل شوى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن