ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد ګوټ ګوټ کې نن بيا د پاکستان پر ضد پراخ لاريونونه وشول

8 May 2013 - 14:23
8 May 2013 - 14:23

لښکرګا-هرات-جلال اباد-کندهار (پژواک ١٨ غويى ٩٢): د هېواد په ګوټ ګوټ کې نن يو ځل بيا لسګونو زرو محصلينو او نورو کسانو د پاکستان پر ضد لاريونونه وکړل او د دغه هېواد د چارواکو ګوډاګيو او بيرغ ته يې اور واچاوه.

د پاکستان پر ضد د لاريونونو لړۍ وروسته له هغه پيل شوه، چې د دغه هېواد سرحدي ځواکونو د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې دروازه او نور تاسيسات جوړ کړل او بيا يې پر افغان ځواکونو بريدونه وکړل، چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ننګرهار پوهنتون سلګونو محصلينو د کابل-جلال اباد لويه لار د درونټې په سيمه کې تر دوو ساعتو پورې تړلې وه او د پاکستان پر ضد يې يو سوله ييز لاريون ترسره کړ.

لاريون کوونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او ويل يې، چې نور يې د دغه هېواد پر ضد د صبر کاسه ډکه شوې ده.

لاريون کوونکو د پاکستان په مقابل کې د جهاد اعلان وکړ او له خپلو ملي ځواکونو څخه يې ملاتړ څرګند کړ.

د قاري مطمئن په نوم يوه لاريون کوونکي پژواک اژانس ته وويل، چې پاکستان د افغانستان پر خاورې تېرى کړى او لا هم دغه تېرى جريان لري او پر دولت يې تور پورې کړ، چې په دغه کار کې چوپه خوله پاتې دى.

هغه له مرکز څخه په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه او ګواښ يې وکړ، چې که حکومت اقدامات ونه کړي، دوى به پسې راپورته شي.

د سيف الدين په نوم يوه بل لاريون کوونکي وويل، چې مرکزي دولت دې په دې برخه کې ډيپلوماتيکې خبرې ګړندۍ کړي تر څو بيا جګړه رامنځته نه شي.

همدراز لاريون کوونکو له مرکزي دولته غوښتي، چې سرحدي ځواکونه دې په درنو وسلو سمبال کړي او له بهرنيو ځواکونو څخه په کې غوښتنه شوې وه، چې بې له قيد او شرطه دې افغانستان پرېږدي.

بلخوا د مدني ټولنو لسګونه استازي نن د سرحدي ځواکونو د ملاتړ په موخه د غويي په ١٨مه د ګوشتې ولسوالۍ ته تللي دي.

د ګوشتې ولسوال عيسى خان ځواک وايي، چې د مدني ټولنو يادو استازو غوښتل چې سرحد ته ولاړ شي او له سرحدي ځواکونو سره د تفاهم په موخه يې څلورم کنډک ته استولي دي.

د يو بل خبر له مخې، د لغمان د مرکز په مهترلام سربېره په ټولو ولسواليو کې زرګونو قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو او نورو مدني ټولنو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ.

د لغمان د والي وياندسرحدي ځواک پژواک ته وويل، چې د لغمان په مرکز مهترلام سربېره په ټولو ولسواليو کې قومي خلکو د پاکستان پر ضد لاريونونه کړي او د پاکستان وروستۍ کړنې يې غندلي او له دولت څخه يې ملاتړ ښودلى دى.

د حاجي تيمور شاه په نوم يوه لاريون کوونکي پژواک اژانس ته وويل، چې د خپلو پوليسو تر شا ولاړ دي او په هر حال به له خپلې خاورې دفاع کوي.

دوى پر پاکستان هم غږ کوي، چې نور دې روانې کشالې ته د پاى ټکى کېږدي کنه له ستر ګواښ سره به مخ شي.

دغه راز د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هم د دغه ښار اوسېدونکو، د ښوونځيو زده کوونکو استادانو، محصلينو، دولتي چارواکو او يو شمېر ښځو، چې شمېر يې څلور زره کسانو ته رسېده، لاريون وکړ.

د لاريون يوه ګډونوال عبدالحميد پژواک اژانس ته وويل، د هلمند خلک چمتو دي چې له خپلو سرتېرو سره يو ځاى د هېواد ساتنې ته راووځي.

نوموړى زياتوي، د پاکستان دوه مخى سياست ورته د زغملو نه دى، هغه له دولته غوښتنه کوي د پاکستان د هر تېري ځواب ورکړي.

لاريون کوونکو د ((مرګ پر پاکستان او مرګ پر اى اېس اى، ژوندى دې وي افغانستان او ژوندي دې وي افغان ځواکونه)) شعارونه ورکول، لاريون شاوخوا دوه ساعته روان و.

د هملند د اطلاعاتو او کلتور رييس عليشاه مظلوميار وايي، چې د افغانستان او پاکستان د پولې جنجال دې نړيواله ټولنه حل کړي، له دې پرته د حل بله لاره نه لري.

دغه راز د هرات پوهنتون سلګونه محصلينو هم د لاريون په ترڅ کې د ننګرهار پر ګوشته بريد او هلته د پوځي تاسيساتو جوړول وغندل.

د شرعياتو پوهنځي يو محصل عبدالمتين وايي، چې د پاکستان تېرى ورته د زغملو نه دى او له خپلې خاورې د دفاع لپاره هرې قربانۍ ته تيار دى.

د لاريون ګډونوالو محصلينو د پاکستان پر خلاف شعارونه ورکول او د افغان ځواکونو د مېړانې او دفاع ستاينه يې کوله.

دغه راز په کندهار کې نن په دويمه ورځ هم د پاکستان پر ضد دوه بېلابېل لاريونونه وشول.

لاريون کوونکو د پاکستان بريدونه وغندل، د افغان ځواکونو ستاينه يې کوله او د افغانستان او پاکستان تر منځ د وروستۍ لانجې پر سر يې د نړيوالې ټولنې پر خاموشۍ هم اندېښنه وښوده.

لومړى لاريون د کندهار پوهنتون د محصلينو له لوري د پوهنتون په انګړ کې پيل شو، چې سلګونو کسانو په کې ګډون کړى و او دغه راز دويم لاريون چې د کندهار ښار او بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکي په کې ونډه درلوده د کندهار په ورزشي لوبغالي کې ترسره شو.

محصلينو د لاريون پر مهال د پاکستان بيرغ ته اور ورته کړ او د دغه هېواد پر خلاف يې شعارونه ورکول.

د لاريون کوونکو له ډلې د محمدظاهر په نوم يوه محصل پژواک اژانس ته وويل، که اړتيا وليدل شي، نو د خپل هېواد د دفاع لپاره تيار دي، خپلې زده کړې پرېږدي او له خپلو افغان ځواکونو سره اوږه پر اوږه د خاورې ساتنه کوي.

هغه وويل، افغانستان تل د پاکستان د ټولو ناوړه اعمالو پر وړاندې له زغم کار اخيستى، چې ښه بېلګه يې پر کونړ توغنديز بريدونه دي. تر اوسه افغان حکومت هڅه کړې له ډيپلوماتيکې لارې دغه ستونزه هواره کړي.

د لاريون کوونکو له ډلې د سيداحمد په نوم يوه بل محصل بيا پر نړيوالې ټولنې نيوکه وکړه، چې په دې اړه چوپه پاتې ده.

هغه وويل، نړيواله ټولنه په داسې حال کې چوپه پاتې ده، چې د ترهګرۍ پر خلاف په جګړه پسې راغلي، له دغه هېواد سره يې ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي، خو په دې اړه هيڅ اقدام نه کوي.

د کندهار پوهنتون د لاريون له پاى ته رسېدو سره سم په احمدشاهي لوبغالي کې هم د کندهار ښار او ولسواليو د زرګونو اوسېدونکو په ګډون يو بل پراخ لاريون وشو.

لاريون کوونکو د پاکستان د لاسوهنې پر ضد شعارونه ورکړل او له ملګرو ملتونو يې وغوښتل، چې په افغانستان کې د دغه هېواد د مداخلې مخه ونيسي.

لاريون کوونکو د يوه پرېکړه ليک په صادرولو له افغان دولت څخه هم غوښتي و، چې ډيورنډ کرښه به هيڅکله هم په رسميت ونه پېژني او هغه کسان دې محاکمه کړي، چې په غونډو او نورو پروګرامونو کې د پاکستان په ګټه خبرې کوي.

امنيتي ځواکونو په بېلابېلو ولايتونو کې د لاريون کوونکو کلک امنيت نيولى و او د کومې ناوړې پېښې راپور نه دى ورکړل شوى.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version