ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلابېلو ولايتونو کې د پاکستان پرضد پراخ لاريونونه وشول

7 May 2013 - 13:42
7 May 2013 - 13:42

کندهار ، خوست ، چاريکار،شرنه ( پژواک ١٧ غويى ٩٢ ) : په کندهار، خوست او پروان ولايتونو کې هم زرګونو تنو د پاکستان پر ضد لاريونونه وکړل او له خپلې خاورې څخه د دفاع په موخه يې  هر ډول قربانۍ  ورکولو ته چمتوالى وښود.

د کندهار ولايت زرګونو اوسېدونکو نن د (غويي په ١٧مه) د پاکستان پر ضد لاريون وکړ، د ګوشتې د پېښې په تړاو يې د افغان ځواکونو ننګه وکړه او د خپلې خاورې د دفاع لپاره يې چمتووالى وښود.

لاريون سهار اته بجې د کندهار ښار له ډنډ څلور لارې څخه پيل او د نوي ښار تر ورزشي لوبغالي پورې وغځېد.

لاريون کوونکي ، چې سخت احساساتي ښکارېدل، ملي بيرغونه او د پاکستان پر ضد ليکل شوي شعارونه يې له ځان سره لېږدول.

لاريون کوونکو ويل، چې که عامو وګړو ته اړتيا وليدل شي، نو له خپلو ملي ځواکونو سره به اوږه پر اوږه د خاورې دفاع ته ور ودانګي.

د لاريون کوونکو له ډلې د حاجي نصير په نوم د پاخه عمر يوه تن، چې په ډېرو احساساتو يې خبرې کولې پژواک اژانس ته وويل، پاکستان شاوخوا څلور لسيزې په مستقيمه او غير مستقيمه توګه د دې هېواد هر وګړى ځورولى دى، خو دا هر څه نور د زغملو نه دي.

هغه زياته کړه : (( پر ګوشتې بريد زموږ د ټولو وګړو پر ناموس بريد دى ،  زموږ نر او ښځې له خپل ناموس څخه د دفاع لپاره له خپل ژوند څخه تېر دي.))

نوموړي  وويل: ((همدا تېره شپه مې له خپلې مېرمنې سره پر همدې موضوع خبرې کولې او هوډ مو وکړ، که اړتيا پېښه شوه، نو د خپلو ملي ځواکونو تر څنګ به د جګړې په لومړۍ ليکه کې د خپلې لوېشت لوېشت خاورې دفاع وکړو.))

يو بل لاريون کوونکي منير احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، افغانستان خپلواک هېواد دى، پاکستان بايد د يوه ګاونډي په توګه د دې هېواد ټولو حقوقو ته درناوى ولري، خو که هغوى پر دې خاوره بريد کوي، نو هغوى د دفاع لپاره په ټول توان چمتووالى لري.

د لاريون کوونکو له ډلې د وسله والو مخالفينو يوه پخواني قوماندان ملا تور جان، چې يو کال وړاندې له حکومت سره يو ځاى شوى او څه موده د علماوو د اصلاحي شورا مشر هم و، پژواک اژانس ته وويل، چې هغوى ته تر هر چا د پاکستان دسيسې ښې معلومې دي، ځکه يې په لاريون کې برخه اخيستې ده.

هغه زياته کړه، پاکستان بايد تاريخ ولولي، افغانانو هېڅکله هم پردي تېري ته غاړه نه ده ايښې، تل د پرديو پر وړاندې يو موټي پاتې شوي او د خپلې خاورې له لوېشت لوېشت څخه يې دفاع کړې ده.

لاريون کوونکي په پاى کې په غازي لوبغالي کې سره راټول شول او په ګوشته کې د وژل شوي افغان سرتېري محمد قاسم  لپاره يې دعاوې وکړې او لاريون  پاى ته ورسېد.

په کندهار ښار کې له دغه لاريون سره هم مهاله د ښار په ختيځ کې په دامان ولسوالۍ کې او د ښار په لوېديځ کې د سرپوزې په سيمو کې هم سلګونو وګړو لاريون وکړ او د پاکستاني پوځيانو بريدونه يې وغندل.

له پاکستان سره د ګوشتې د پېښې پر سر په ټول هېواد کې د افغانانو احساسات را پارېدلي، چې په دې لړ کې په تېرو څو ورځو کې په بېلابېلو ولايتونو کې پراخ لاريونونه شوي دي.

درې ورځې مخکې د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونو پر افغان ځواکونو بريد کړى و، چې له امله يې يو سرحدي پوليس ووژل شو. دغه راز په دې نښته کې يو شمېر پاکستاني ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

خو تر دې پېښې وروسته تېره ورځ يو ځل بيا د پاکستاني پوځيانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه پيل شوه، چې وروسته د پاکستان په غوښتنه پاى ته ورسېده، دغې جګړې هم له ځان سره مرګ ژوبله لرله.

د يوه بل خبر له مخې، نن په دويمه ورځ هم په خوست کې د پاکستان پرضد لاريون وشو.

دغه لاريون ،چې په خوست کې د هيواد پال ځواک ټولنيز بنسټ له لوري سمبال  شوی و ، لاريون ددغه ځواک له دفتر څخه پيل  او بيا د خوست ښار په نږدې ټولو واټونو کې ترسره شو.

د لاريون يوتن سمبالوونکي کرامت خان خپلواک پژواک ته وويل ، چې لاريون يې د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره د تېري پر ضد او  د افغان سرتېرو د بې ساري سرښندونو  په ملاتړ  کړی دى.

د لاريون يو تن ګډونوال ساده حيدرخېل بيا وويل ،چې پاکستان د افغانستان هغه دښمن دی ، چې تل يې ددغه هېواد د بربادۍ او ويجاړۍ لپاره کار کړی او افغانان يې  په يو او بل نوم نفاق ته هڅولي دي.

دغه راز نن د پروان ولايت په مرکز چاريکار ښار کې هم د والي عبدالبصير سالنګي په مشرۍ سلګونو تنو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ.

دچاريکار ښاروال خواجه روح الله صديقي پژواک اژانس ته وويل ، چې په دې لاريون کې د ولايت د مرکز او نهو ولسواليو سلګونو تنو برخه اخيستې وه.

لاريون کوونکو ، چې د پاکستان پر ضد او د خپلو ملي ځواکونو په پلوۍ يې شعارونه ورکول، د چاريکار ښار په بېلا بېلو ساحو کې وګرځېدل.

د پروان والي عبدالبصير سالنګي د لاريون ګډونوالو ته په وينا کې پر ګوشتې ولسوالۍ د پاکستان بريداو دتاسيساتو جوړول وغندل او اعلان يې  وکړ، چې ددې ولايت ټول اوسېدونکي له خپلې خاورې ددفاع لپاره هرې قربانۍ ته چمتو دي.

هغه زياته کړه ، چې پاکستان تل افغانستان سره دښمني کړې او لسګونه جهادي رهبران او مشران يې په مرموز ډول وژلي دي.

د يو بل خبر له مخې د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکو د پاکستان ضد لاريون وکړ او د لاريون په پاى کې د پاکستان بيرغ ته اور واچاوه.

د ارګون امنيه قوماندان عبدالواحد کندهارى وايي ،چې په تېرو څلورو ورځو  کې د ارګون ٢٠٠ ځوانانو له افغان ځواکونو سره يو ځاى د هېواد د دفاع لپاره جګړې ته تيارى ښودلې او نومونه يې ليکلي دي.

بلخوا په نورستان ولايت کې هم سلګونو نن د پاکستان پر ضد لاريون کړى او پر ګوشته يې ددوى د ځواکونو بريد غندى دى.

د نورستان د والي وياند ظاهر بهاد پژواک اژانس ته وويل چې دا لاريون دولايت په مرکز پارون کې شوى و او لاريون  کوونکو پاکستان د افغانستان لوى دښمن وباله.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version